د کندهار ارغنداب کې لسګونه جریبه ځمکه خصوصي سکټور ته په اجاره ورکړل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۲۴
د کندهار ارغنداب کې لسګونه جریبه ځمکه خصوصي سکټور ته په اجاره ورکړل شوه

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اجارې او پانګونې مدیریت له لوري، د ارغنداب ولسوالی د سرکاري بڼ ته څېرمه ۱۰.۵ جریبه امارتي ځمکه د ازادې داوطلبۍ له لارې میلکو خصوصي کمپنۍ ته په اجاره ورکړل شوه.
د اجارې او پانګونې مدیر مولوي عبدالحی خالد وايي، چې دغه ځمکه له قانوني مراحلو وروسته داوطلبۍ ته وړاندې شوې وه، او د غوښتونکو او څارونکي پلاوي په حضور کې عادلانه داوطلبۍ ترسره شوه، چې په پایله کې میلکو کمپنۍ د یادې ځمکې مستحق ګټونکې وپېژندل شو. 
نوموړی زیاتوي، چې یاده ځمکه د ازادې داوطلبۍ له لارې مستحق ګټونکي ته د یو کال لپاره په ۱ میلیون او ۱۰۲.۵ زره  افغانیو په بدل کې په اجاره ورکړل شوي، او د نوموړي سره د ۳۰ کلنې اجارې هوکړه‌ لیک شوی، چې له مخې به هر کال ټاکل شوې اندازه اجاره، د داوطلبۍ پرته، د ا.ا.ا بودیجې ته سپارل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې دوه اوونۍ وړاندې هم د شاولیکوټ ولسوالی د موټا او سرخ سخر سیمې امارتي ځمکه د کمپلکس جوړولو لپاره د ازادې داوطلبۍ له لارې په نږدې یو میلیون افغانۍ اجاره ورکړل شوې وه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د ننګرهار ګوشتې ولسوالی کې د ځنګلونو د ساتنې او غیرقانوني قطعې د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

۱۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګوشتې ولسوالی د ځنګلونو مدیریت مسؤلینو د ګوشتې ولسوالی د دوړ خېلو او خوګا خېلو کلیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۰:۳۷
Background image

د ننګرهار یوشمېر ولسوالیو کې بزګرانو او بڼوالو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

۱۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په شېرزاد، حصارک او ګوشتې ولسوالیو کې  بزګرانو او بڼوالو  ته د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې مسلکي او عملي روزنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

بازگشت