د کرنې وزارت د سټراټیژیکو زېرمو رییس د نیمروز دکرنې رییس او اړوندو چارواکو سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۱:۱
دیدار رییس ذخایر استراتیژیک وزارت زراعت با رییس زراعت نیمروز

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوی نیمروز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ددې ولایت د کرنې ریاست له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.
یاد پلاوی چې مشري یې د وزارت د سټراټیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار کوله، او ورسره قاري سمیع الحق، محمدپذیر حقپال او عبدالله جان خاکسار مل وو، د نیمروز د کرنې رییس مولوي شير احمد رفيع سره د نیمروز ولایت دکرنې په ریاست کې وکتل.
په دغه ناسته کې د کرنیزو چارو آمر، د تخمونو د تصدیق ورکولو آمر او د کميټې نور غړي هم حاضر وو.
د سټراټیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار د سټراټیژیکو غنمو د ساتنې موضوع د ملي اهمیت وړ وبلله او په ټینګار سره یې وویل، چې د زېرمه شوو غنمو د معیاري مراقبت او خوندیتوب لپاره باید جدي او پرله‌پسې اقدامات وشي.
د نیمروز د کرنې رییس مولوي شير احمد  رفيع پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د غنمو د غوره ساتنې لپاره یې یو مسلکي کمیټه ګمارلې ده او ټول اړوند مسؤلین په منظم ډول د یادو غنمو د حفظ او مراقبت چارې تعقیبوي.
هغه زیاته کړه، چې د کرنې ریاست به د خپلو ټولو امکاناتو او توان په کارولو سره د زېرمه شویو غنمو په خوندي ساتنه او مدیریت کې هر اړخیزه همکاري کوي.
پلاوي د ریاست د هڅو ستاینه وکړه او د لا اغېزمن مدیریت لپاره یې خپل لازمې سپارښتنې شریکې کړې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۲:۳۹
Background image

بلخ کې پر ۳۰۰ هکټاره ځمکه د لمرګل کرکېله؛ تمه ده شاوخوا ۶۰۰ ټنه حاصل ترې ترلاسه شي

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې روان کال په دې ولایت کې پر شاوخوا ۳۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه د لمرګلي کرکېله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د کرنې او مالدارۍ پروژو د ښه مدیریت او ستونزو د حل په موخه ننګرهار ته د کرنې اومالدارۍ مرستیال سفر 

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته سفر وکړ. ددې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۴
Background image

د کندهار اتو ولسوالیو کې له ۹۰۰ څخه زیاتو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «کې‌اراو» مؤسسې. . .

بازگشت