د کندز او بغلان په ولایتونو کې د اوبو ایستلو او کرنیزو ځمکو د اصلاح د دوو پروژو پرانیسته

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۶:۴
افتتاح دو پروژه زهکشی و اصلاح زمین‌های زراعتی در کندز و بغلان

۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش

۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو ایستلو او کرنیزو ځمکو د اصلاح ریاست چارواکي وایي، چې په کندز او بغلان ولایتونو کې دوه مهمې پروژې بشپړې او پرانیستل شوې دي.
لومړۍ پروژه د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالی د الف بیردي په کلي کې په دوه میلیونه او ۶۳۰ او ۹۰۰ افغانیو لګښت پلي شوې ده. دغه پروژه د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د اوبو ایستلو او کرنیزو ځمکو د اصلاح رییس مولوي ګلاب‌الدین ذبیح‌الله او د سیمې د مشرانو په حضور کې پرانیستل شوه.
دوهمه پروژه په بغلان ولایت کې د مرکزي بغلان ولسوالی اړونده د جان شفیع خیل، انارخیل او کهنه قلعه په کلیو کې په دوه میلیونه او ۸۷۵ زره  افغانیو لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د دې پروژې د پرانیستې مراسم هم د یاد ریاست د رییس او سیمه ییزو مشرانو په ګډون ترسره شول.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د زهکشۍ او کرنیزو ځمکو د اصلاح ریاست چارواکي ټینګار وکړ چې دغه پروژې به د کرنیزو ځمکو د حاصل‌خېزۍ په لوړولو، د تولیداتو په زیاتوالي او د اوبو د سرچینو په اغېزمن مدیریت کې مهم رول ولوبوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د ننګرهار ګوشتې ولسوالی کې د ځنګلونو د ساتنې او غیرقانوني قطعې د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

۱۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګوشتې ولسوالی د ځنګلونو مدیریت مسؤلینو د ګوشتې ولسوالی د دوړ خېلو او خوګا خېلو کلیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۰:۳۷
Background image

د ننګرهار یوشمېر ولسوالیو کې بزګرانو او بڼوالو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

۱۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په شېرزاد، حصارک او ګوشتې ولسوالیو کې  بزګرانو او بڼوالو  ته د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې مسلکي او عملي روزنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

بازگشت