د بلخ کشندې ولسوالی کې پنځه زره څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۳۵
در ولسوالی کشندهٔ ولایت بلخ پنج هزار رأس حیوان در برابر بیماری طاعون واکسین وقایوی شدند

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د بلخ ولایت د کشندې ولسوالی کې پنځه زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ د مخنیوي په موخه وقایوي واکسین شول.
یاد واکسین د مسلکي پاراوټرنرانو په تخنیکي همکارۍ او د بلخ دکرنې ریاست د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې تطبیق شو. د واکسین کولو موخه د طاعون وژونکې ناروغۍ مخنیوی، د څارویو روغتیا خوندي ساتل، د مالدارانو اقتصادي زیانونه راکمول او د هغوی ملاتړ بلل کېږي.
د بلخ دکرنې ریاست چارواکي وايي، د دې واکسین د تطبیق له امله به د څارویو د شېدو او غوښې تولید عادي پاتې شي، د ناروغیو خپرېدل به په وخت کنټرول شي او مسلکي کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۴:۴۷
Background image

د کرنې وزارت لخوا ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۱:۵۷
Background image

فراه کې پر زرګونو مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل لړۍ پیل شوه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «سي.اچ.اې»  مؤسسې په تخنیکي همکاری او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۱:۴۹
Background image

د لغمان د کرنې ریاست د بودجې لګښتونو او عوایدو ارزونه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سپارښتنې پراساس، د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضیاءالدین په مشرۍ یو پلاوی لغمان ولایت ته سفر وکړ،. . .

بازگشت