د ننګرهار د کرنې ریاست: کامې ولسوالی کې ۲۰۰ جریبه ځمکه په اجاره ورکړل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۱:۴۹
د ننګرهار د کرنې ریاست: کامې ولسوالی کې ۲۰۰ جریبه ځمکه په اجاره ورکړل شو

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اجارو مدیریت له لورې د کامې ولسوالی ډاګ میرزاخېل کلي کې ٢٠٠ جریبه ځمکه دګډ پلاوی په حضور کې په اجاره ورکړل شوه.
په داوطلبۍ کې نهه کرنیزو او مالدارۍ شرکتونو مالکینو ګډون کړي وو، چې د محمد عمران مومند  کرنیز او مالدارۍ شرکت د مسؤلینو نرخ تر نورو لوړ او د ګډ پلاوي له لورې ګټونکي اعلان شو.
د محمد عمران مومند کرنیز او مالدارۍ خدمتونو شرکت مسؤلینو یاده ځمکه د بڼوالۍ او نورو کرنیزو چارو ترسره کولو په موخه په اجاره ونیوله.
د ننګرهار د کرنې ریاست د ځمکو تخنیکي چارو امر مولوي اشرف علي مخلص ګټوونکي شرکت ته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او اجارو د قانون مطابق د اصولي اجرااتو ترسره کولو سپارښتنه وکړه.


ریاست زراعت ننگرهار: ۲۰۰ جریب زمین در ولسوالی کامه به اجاره داده شد
۷ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار از طریق مدیریت اجارات، ۲۰۰ جریب زمین را در قریه داگ میرزا‌خیل ولسوالی کامه با حضور هیأت مشترک به اجاره  سپرد.
در این داوطلبی، مالکان نه شرکت زراعتی و مالداری اشتراک داشتند که در نهایت، شرکت خدمات زراعتی و مالداری «محمد عمران مومند» به‌دلیل ارائه نرخ بلندتر نسبت به دیگران، از سوی هیأت مشترک به‌عنوان برنده اعلان گردید.
مسئولان شرکت یادشده این زمین را به هدف انجام فعالیت‌های باغداری و سایر امور زراعتی به کرایه گرفتند.
مولوی اشرف‌علی مخلص، آمر امور تخنیکی زمین‌های ریاست زراعت ننگرهار، به شرکت برنده توصیه نمود تا تمام مراحل کاری را مطابق با قوانین اجارات و اصول وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌گونه درست و اصولی انجام دهد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت