کندهار کې د شترمرغ د روزنې فارم جوړ شوی دی

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۸ - ۱۱:۴۱
 کندهار کې د شترمرغ د روزنې فارم جوړ شوی دی

۸ مرغومی ۱۳۹۸
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د خصوصي سکټور په پانګونې د شترمرغو د روزنې لومړنی فارم جوړ شوی دی.
د شتر مرغو د روزنې یاد فارم چې په کندهار ولایت کې د یو ملي سوداګر له خوا جوړ شوی په کې سلګونه شترمرغان روزل کیږي او تر دې دمه یې شپږ زره شترمرغان خرڅ کړي دي. ددې فارم شترمرغان د کندهار تر څنګ کابل او نورو ولایتونو کې هم د پلور ښه بازار لري او خرڅیږي.
په افغانستان کې د شترمرغ د روزنې لومړنی فارم په هرات ولایت کې جوړ شوی دی.
د شتر مرغانو غوښه سره او کمه وازګه یا شهم لري. د دوی غوښه ګرمه وي او ډېره اوسپنه لري چې له نورو سرو غوښو سره ډېرتوپیر لري. د دې مرغانو غوښه د هغو کسانو لپاره چې د وینې غوړ او یا د وینې لوړ فشار لري، مناسبه ګڼل کیږي.
شتر مرغ داسې یو مرغه دی، چې اصل یې له افریقا سره تړلی دی او کولای شي چې په یوه ساعت کې ۷۰ کیلومتره په سرعت سره واټن ووهي. په دې سره دغه مرغه د نړۍ له ګړندي سفرکوونکو مرغانو په سر کې ځای لري. د دې مرغانو په غوښه کې د وازګې د کمي یو دلیل هم د دوی تیز سرعت او د وازدو سوځیدل دي.
معمولاً شترمرغان له ۶۳ څخه نیولې تر ۱‍۴۵ کیلو ګرامه پورې وزن لري. د دوی قد هم له ۲.۱ تر ۲.۸متره پورې رسیږي.
د مالدارانو لپاره دغه مرغان د غواګانو او پسونو ښه بدیل ګڼل کیږي او دا ځکه چې د دوی د ساتنې او روزنې مصرف کم وي او په هر راز چاپیریال او موسم کې ساتل کیدای شي. دغه مرغان کولای شي چې تر منفي ۳۰ سړه هوا او ان تر ۵۰ درجې ګرمۍ پورې ژوندي پاتې شي.
شترمرغان د نړۍ په ګڼ شمیر هېوادونو کې روزل کیږي او د کلیوالو خلکو لپاره د عاید تر ټولو غوره سرچينه ګڼل کیږي.
د شتر مرغانو وزرونه هم د کار وړ دي او ځینې توکي ترې تولیدیږي. د دوی له پوست څخه د چرم په توګه کار اخیستل کیږي.
په عادي توګه شترمرغ کولای شي چې له ۴۰ نه نیولې تر ۵۰ کلونو پورې ژوند وکړي خو له اقتصادي اړخه دوی تر ۱۰ کلونو پورې د استفادې وړ وي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت