د کرنې وزارت پلاوي د هلمند په خانشین ولسوالی کې د طبیعي ځنګلونو وضعیت وڅېړه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۹:۱۰
د کرنې وزارت پلاوي د هلمند په خانشین ولسوالی کې د طبیعي ځنګلونو وضعیت وڅېړه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځنګلونو پراختیا رییس مولوي سراج الدین ذاکري په مشرۍ یو پلاوی د هلمند ولایت خانشین ولسوالی ته د سفر پر مهال د طبیعي ځنګلونو وضعیت وارزاوه او د ځمکو د غصب او د ځنګلي بوټو د وهلو د مخنیوي غوښتنه یې وکړه.
یاد پلاوي د هلمند ولایت خانشین ولسوالی ته د خپل سفر پر مهال د طبیعي ځنګلونو د ساتنې او د غصب د مخنیوي په هدف بېلابېلې ساحې له نږدې وکتلې.
په دغه سفر کې د وزارت د طبیعي سرچینو آمر الحاج محمد حسن محتاج او د ځمکو امریت آمر الحاج ملا زین‌الله زاهد هم ګډون درلود. یاد پلاوي د کرنې رییس مولوي نیازمحمد وهاج په همغږي د مرکز او ولسوالیو د طبیعي سرچینو اړوند سیمې، لکه قوریه جات، ځنګلونه او څړځایونه، له نږدې وارزولې.
مولوي سراج الدین ذاکري د ځايي خلکو او امنیتي مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د طبیعي ځنګلونو د بوټو د وهلو او د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی وکړي. نوموړي ټینګار وکړ چې یو شمېر کسان د طبیعي ځنګلونو ساحې په کرنیزو ځمکو بدلوي، چې دا کار د طبیعي شتمنیو د له منځه تلو لامل ګرځي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو ریاست چارواکي وایي، دوی هڅه کوي چې د طبیعي ځنګلونو ساتنه وکړي او د دغو سیمو د غصب مخه ونیسي، تر څو ټولې طبیعي شتمنۍ خوندي پاتې شي او عامه ګټه ترې واخیستل شي.

هیأت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری وضعیت جنگل‌های طبیعی در ولسوالی خانشین هلمند را بررسی کرد
هیأتی از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ریاست مولوی سراج‌الدین ذاکری، رییس توسعه جنگل‌ها، به منظور بررسی وضعیت جنگل‌های طبیعی به ولسوالی خانشین ولایت هلمند سفر کرد و خواستار جلوگیری از غصب زمین و قطع گیاهان جنگلی شد.
این هیأت در جریان سفر خود به ولسوالی خانشین، از بخش‌های مختلف برای حفاظت از جنگل‌های طبیعی و جلوگیری از غصب زمین‌ها بازدید کرد.
در این سفر، آمر منابع طبیعی وزارت محمد حسن محتاج و آمر اراضی ملا زین‌الله زاهد نیز حضور داشتند. این هیأت با هماهنگی رییس زراعت ولایت هلمند مولوی نیازمحمد وهاج، از مناطق مربوط به منابع طبیعی در مرکز و ولسوالی‌ها، از جمله قریه‌جات، جنگل‌ها و چراگاه‌ها، بازدید نمود.
مولوی سراج‌الدین ذاکری از مردم محل و مسئولان امنیتی خواست تا از قطع گیاهان جنگلی و غصب زمین‌های دولتی جلوگیری کنند. او تأکید کرد که برخی افراد، ساحات جنگل‌های طبیعی را به زمین‌های زراعتی تبدیل می‌کنند که این کار باعث از بین رفتن منابع طبیعی می‌گردد.
مسئولان ریاست منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری می‌گویند که تلاش دارند تا از جنگل‌های طبیعی حفاظت کنند و مانع غصب این مناطق شوند، تا منابع طبیعی کشور حفظ و منافع عمومی از آن تأمین گردد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۴:۴۷
Background image

د کرنې وزارت لخوا ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۱:۵۷
Background image

فراه کې پر زرګونو مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل لړۍ پیل شوه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «سي.اچ.اې»  مؤسسې په تخنیکي همکاری او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۱:۴۹
Background image

د لغمان د کرنې ریاست د بودجې لګښتونو او عوایدو ارزونه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سپارښتنې پراساس، د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضیاءالدین په مشرۍ یو پلاوی لغمان ولایت ته سفر وکړ،. . .

بازگشت