غزني کې د غنمو ننداریزو کروندو جوړولو په پار پر یوشمېر بزګرانو مرستې ووېشل شوې 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۹:۷
غزني کې د غنمو ننداریزو کروندو جوړولو په پار پر یوشمېر بزګرانو مرستې ووېشل شوې 

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د غنمو اصلاح شویو تخمونو او د غنمو د عصري کرکیلي د ترویج او دودولو په پار د غنمو او کیمیاوي سرو د وېش په دوام، داځل د غزني ولایت پر یوشمېر بزګرانو د غنمو د ننداریزو کروندو جوړولو په پار د غنمو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او نغدې پیسې وېشلي دي.
ددې مرستې موخه د بزګرانو د مهارتونو لوړول، د معیاري تخمونو استعمال، د سرې مؤثر کارونه او د حاصلاتو زیاتوالی دی.
په دې لړ کې هر بزګر ته د کرنې مرستندویه توکي ورکړل شول، چې په کې ۲۵ کیلوګرامه دغنمو اصلاح شوي تخم، ۲۵ کیلوګرامه توره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره او دغه راز د کروندې جوړولو په پار ۱۰۰۰ افغانۍ نغدې پیسې شامل وو.
دغه پروګرام د کرنیزو معیاري لارو چارو د ترویج، د حاصلاتو د لوړوالي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

در ولایت غزنی برای ایجاد مزرعه‌های نمایشی گندم بر تعدادی از دهقانان کمک توزیع شد
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان در ادامه برنامه توزیع تخم‌های اصلاح‌شده گندم و کودهای کیمیاوی، این‌بار برای شماری از دهقانان ولایت غزنی به هدف ایجاد مزرعه‌های نمایشی گندم، تخم‌های اصلاح‌شده، کود کیمیاوی و پول نقد توزیع نموده است.
هدف از این کمک، ارتقای مهارت‌های دهقانان، ترویج استفاده از تخم‌های معیاری، استفاده مؤثر از کود و افزایش حاصلات گندم می‌باشد.
در چوکات این برنامه، برای هر دهقان ۲۵ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده گندم، ۲۵ کیلوگرام کود توره، ۵۰ کیلوگرام کود سپینه و همچنان یک‌هزار افغانی پول نقد به منظور آماده‌سازی زمین زراعتی توزیع گردید.
این برنامه گامی مؤثر در جهت ترویج روش‌های معیاری زراعتی، افزایش حاصلات و بهبود وضعیت اقتصادی دهقانان به شمار می‌رود.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۶:۲۹
Background image

د کرنې وزارت د ۱۴۰۴ مالي کال د راپور وړاندې کولو غونډه دایره شوه


۲۳ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ۱۴۰۴ مالي کال د راپور وړاندې کولو غونډه دکرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان «حاجي سالم» په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۴:۳۲
Background image

د غزني د کرنې ریاست د ولسوالیو کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوه

۲۳ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په لارښوونه د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د دې ولایت د ولسوالیو کارکوونکو ته یوه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۲:۵۸
Background image

د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د پروژوي عملیاتی دفتر لوی رییس سره وکتل

۲۳ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوی عطاءالله عمري، د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو د پروژوي عملیاتی «یو.ان.او.پي.اس» دفتر لوی رییس. . .

بازگشت