د کرنې وزارت د ځنګلونو رییس د روزګان ولایت له مسؤلینو سره د ځنګلونو د ساتنې په تړاو ناسته وکړه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۹:۲۱
د کرنې وزارت د ځنګلونو رییس د روزګان ولایت له مسؤلینو سره د ځنګلونو د ساتنې په تړاو ناسته وکړه

۲۲ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځنګلونو رییس ملا سراج‌الحق میرویس ذاکري د خپل مل پلاوي په ملتیا روزګان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت د کرنې ریاست له مسؤلینو سره د ځنګلونو د ساتنې او پراختیا په اړه ناسته وکړه.
د کرنې وزارت د ځنګلونو رییس ملا سراج‌الحق میرویس ذاکري په مشرۍ پلاوي د روزګان ولایت د کرنې ریاست له رییس مولوي عطاءالله راشد او د قدرتي سرچینو آمریت له کارکوونکو سره ناسته وکړه.
په دې ناسته کې ښاغلي ذاکري د ځنګلونو د اهمیت، د هغوی د ساتنې او د غیرقانوني پرېکونو د مخنیوي په اړه هر اړخیزه وینا وکړه. هغه زیاته کړه، چې ځنګلونه د اکسیجن او هوا د پاکوالي مهمه منبع ده او باید د هغوی د بقا او پراختیا لپاره جدي او عملي اقدامات وشي.
په ورته وخت کې د روزګان ولایت د کرنې رییس مولوي عطاءالله راشد راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د کرنې ریاست کارکوونکو د ځنلګونو د ښه‌والي او د پرېکولو د مخنیوي په برخه کې پراخې هڅې کړي دي او دا هڅې به لا هم دوام ولري.
د ناستې په پای کې دواړو لورو د ځنګلونو د ساتنې، د عامه پوهاوي د لوړولو او د بدیلو سونیزو سرچینو د موندلو په ګډون پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث وکړ.


رئیس جنگلات وزارت زراعت با مسئولان ولایت اروزگان درباره حفاظت از جنگلات دیدار کرد
۲۲ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
رئیس جنگلات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری ملا سراج‌الحق میرویس ذاکری همراه با هیأتی از این وزارت به ولایت اروزگان سفر کرد و با مسئولان ریاست زراعت آن ولایت در مورد حفاظت و گسترش جنگلات دیدار و گفتگو نمود.
هیأت متذکره به رهبری ملا سراج‌الحق میرویس ذاکری با مولوی عطاءالله راشد رئیس زراعت ولایت روزگان و کارمندان آمریت منابع طبیعی آن ریاست نشست مشترک برگزار کرد.
در این نشست، آقای ذاکری درباره اهمیت جنگلات، حفاظت آن و جلوگیری از قطع غیرقانونی درختان سخن گفت. او افزود که جنگلات منبع مهم اکسیجن و پاکی هوا هستند و باید برای بقای آن‌ها و توسعه‌شان اقدامات جدی و عملی صورت گیرد.
در همین حال، رئیس زراعت ولایت روزگان مولوی عطاءالله راشد ضمن خوش‌آمدگویی به مهمانان گفت که کارمندان ریاست زراعت در راستای بهبود وضعیت جنگلات و جلوگیری از قطع درختان تلاش‌های گسترده انجام داده‌اند و این تلاش‌ها همچنان ادامه خواهد داشت.
در پایان نشست، هر دو جانب روی موضوعاتی چون حفاظت از جنگلات، ارتقای آگاهی عامه و یافتن منابع بدیل سوخت بحث و تبادل نظر کردند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت