د کرنې وزارت پلاوی: د ننګرهار د ځنګلونو د سمسورتیا پروژې په بشپړ شفافیت سره عملي کېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۸:۴۸
د کرنې وزارت پلاوی: د ننګرهار د ځنګلونو د سمسورتیا پروژې په بشپړ شفافیت سره عملي کېږي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوی د قاري سمیع‌الله ساحل په مشرۍ د ننګرهار ولایت د کرنې ریاست له مسؤلینو سره وکتل، څو د ۵.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د پیل شوو پروژو د تطبیق، شفافیت او څارنې بهیر وڅېړي.
د کرنې وزارت له‌خوا استول شوی پلاوی وايي، چې د دوی د سفر موخه د طبیعي زېرمو امریت تر چتر لاندې د ځنګلونو د اور وژنې وسایلو، د چهارمغزو ونو کرلو او د مصنوعي ځنګلونو د سمسورتیا چارو څارنه ده.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن، د دغو پروژو په پلي کولو کې د بشپړ شفافیت او پر وخت اجرا ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړه، چې د ننګرهار د کرنې اداره به د ټولو تطبیقېدونکو پروژو د اصولو او معیارونو پوره مراعت یقیني کړي. 
په یادو پروژو کې د اور وژنې د وسایلو برابرول، د ځنګلونو د ارزښت او ساتنې پروګرامونه، د نیالګیو روزنه، او د ۱۰ زره چهارمغزو ونو کرل شامل دي، چې موخه یې د چاپېریال ساتنه، د ځنګلونو بیا رغونه او د طبیعي زېرمو پیاوړتیا ده.

هیئت وزارت زراعت: پروژه‌های سرسبزی جنگلات ننگرهار به‌گونه‌ٔ کاملاً شفاف عملی می‌گردد
هیئتی از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به رهبری قاری سمیع‌الله ساحل با مسئولان ریاست زراعت ولایت ننگرهار دیدار کرد تا روند تطبیق، شفافیت و نظارت پروژه‌هایی را که به ارزش ۵٫۳ میلیون افغانی آغاز شده‌اند، بررسی نماید.
هیئت اعزامی وزارت زراعت گفت که هدف سفرشان نظارت از روند اجرای فعالیت‌های مربوط به تجهیزات اطفای حریق جنگلات، غرس نهال‌های چارمغز و سرسبزی جنگلات مصنوعی است که زیر چتر آمریت منابع طبیعی انجام می‌شود.
مولوی محمد ولی محسن، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، بر تطبیق شفاف و به‌موقع این پروژه‌ها تأکید کرده، افزود که اداره زراعت ننگرهار اجرای تمام پروژه‌ها را مطابق با اصول و معیارهای تعیین‌شده تضمین خواهد کرد.
در این پروژه‌ها فراهم‌سازی تجهیزات اطفای حریق، برنامه‌های آگاهی‌دهی در مورد ارزش و حفظ جنگلات، پرورش نهال‌ها و غرس ده‌هزار اصله درخت چارمغز شامل است که هدف آن حفظ محیط زیست، بازسازی جنگلات و تقویت منابع طبیعی می‌باشد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۴:۴۷
Background image

د کرنې وزارت لخوا ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۱:۵۷
Background image

فراه کې پر زرګونو مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل لړۍ پیل شوه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «سي.اچ.اې»  مؤسسې په تخنیکي همکاری او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۱:۴۹
Background image

د لغمان د کرنې ریاست د بودجې لګښتونو او عوایدو ارزونه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سپارښتنې پراساس، د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضیاءالدین په مشرۍ یو پلاوی لغمان ولایت ته سفر وکړ،. . .

بازگشت