د وچکالۍ پر وړاندې د اسلامي امارت عملي ګامونه؛ روزګان کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د چک ډېم چارې پیل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۱۱
د وچکالۍ پر وړاندې د اسلامي امارت عملي ګامونه؛ روزګان کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د چک ډېم چارې پیل شوې

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځانګړې بودیجې په لګښت د روزګان ولایت د ترینکوټ اړوند د ناقیل په سیمه کې د اوبو د مهار او د وچکالۍ د مخنیوي په موخه د چکډېم جوړولو رغیزې چارې پیل شوې. دغه چکډېم به د درې میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي او له بشپړېدو وروسته به شاوخوا ۱۰۰۰ کورنۍ د اوبو له ګټو برخمنې شي.
د اوبو د مهارولو دا پروژه د اسلامي امارت د هغو پراختیایي هڅو یوه برخه ده، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وچکالۍ د مخنیوي او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو د اسانتیا لپاره پیل شوې ده.
ددې پروژې په پرانیست غونډه کې، د روزګان دکرنې رییس مولوی عطاءالله راشد، د اقتصاد ریاست آمر مولوی حمیدالله آغا او یوشمېر نورو چارواکو ګډون درلود.
مولويعطاءالله راشد د مراسمو پر مهال وویل، چې دغه چک ډېم د درې میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي او د اوبو د مهار او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې به مهم رول ولوبوي.
د پروژې د پلي کوونکي شرکت مسؤل سعادت وویل، چې یاد چک ډېم به ۱۱۹ متره اوږد، ۶ متره لوړ، ۴۵ متره پراخ او ۶ متره پلن وي. نوموړي زیاته کړه، چې پروژه به د درې میاشتو په موده کې بشپړه شي او د ۱۰ زره متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت به ولري.
د دې پروژې له بشپړېدو وروسته به د ناقیل سیمې نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ د کرنې او څښاک د اوبو له مهمو ګټو برخمنې شي، چې دا به د وچکالۍ د اغېزو د کمولو او د سیمه‌ییزو بزګرانو د کرنیز فعالیت د پیاوړتیا لامل وګرځي.


اقدامات عملی امارت اسلامی در برابر خشک‌سالی؛ آغاز کار ساخت یک چک‌دم به ارزش سه میلیون افغانی در روزگان
۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از بودجه اختصاصی خویش کارهای ساختمانی چک‌دمی را در منطقه ناقیل مربوط شهر ترینکوت ولایت روزگان به هدف مهار آب و جلوگیری از خشک‌سالی آغاز کرده است. این چک‌دم به ارزش سه میلیون افغانی ساخته می‌شود و پس از تکمیل آن حدود یک‌هزار خانواده از مزایای آب بهره‌مند خواهند شد.
این پروژه مهار آب بخشی از تلاش‌های انکشافی امارت اسلامی است که در بخش‌های مختلف کشور به‌منظور جلوگیری از خشک‌سالی و سهولت آبیاری زمین‌های زراعتی عملی می‌گردد.
در محفل افتتاح این پروژه، مولوی عطاءالله راشد رئیس زراعت روزگان، مولوی حمیدالله آغا آمر ریاست اقتصاد و شماری از مسئولان دیگر حضور داشتند.
مولوی عطاءالله راشد در جریان مراسم گفت که این چک‌دم به ارزش سه میلیون افغانی اعمار می‌گردد و در بخش مهار آب و آبیاری زمین‌های زراعتی نقش مهمی خواهد داشت.
سعادت، مسئول شرکت تطبیق‌کننده پروژه گفت که این چک‌دم ۱۱۹ متر طول، ۶ متر ارتفاع، ۴۵ متر عرض و ۶ متر پهنا خواهد داشت. او افزود که این پروژه در مدت سه ماه تکمیل می‌شود و ظرفیت ذخیره ۱۰ هزار متر مکعب آب را خواهد داشت.
پس از تکمیل این پروژه، نزدیک به ۱۰۰۰ خانواده در منطقه ناقیل از آب زراعتی و آشامیدنی بهره‌مند می‌شوند که این امر باعث کاهش اثرات خشک‌سالی و تقویت فعالیت‌های زراعتی دهقانان محل خواهد شد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت