د کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون په څنډه کې سوداګر سره د سوداګر ناسته ترسره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۸:۴۵
د کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون په څنډه کې سوداګر سره د سوداګر ناسته ترسره شوه

د افغانستان د کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون په څنډه کې  سوداګر سره د سوداګر
ناسته پرون د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې ترسره شوه.
دغه پروګرام د  کرنې، اوبولگولو او مالدارۍ  وزارت او افغانستان د کرنې او مالداری خونې په نوښت جوړه شوې وه، چې پکې د یو شمېر بزګرانو، سوداګرو، صنعتکارو مېرمنو او د همکارو مؤسسو استازو ګډون کړی و.
په دې پروګرام کې، د کرنې او مالدارۍ خونې اجرائیه رییس، ډاکټر وسیم صافی د یادې خونې د موخو او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل. نوموړي ټینګار وکړ چې د کرنې او مالدارۍ خونه د بازارموندنې، د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ او د کار د ښه والي لپاره ځانګړي پروګرامونه لري او هڅه کوي، چې بهرنیو بازارونو ته د کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو د صادراتو زمینه هم برابره کړي.
همدارنګه، د کرنې او مالدارۍ د خونې غړی او د افغانستان د مېوو او سبو د ټولنې رییس، حاجي امید حیدري د بسته‌بندۍ، معیاري پروسس او نړۍوالو همکاریو په اړه د یادې ټولنې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل  او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.
یاده ناسته د سوداګرو او بزګرانو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا او د صادراتو او بازارموندنې په برخه کې د نوو فرصتونو د رامنځته کېدو په موخه ترسره شوه.

دیدار تجار با تجار در حاشیه نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری برگزار شد
محفل دیدار تجار با تجار در حاشیه نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری افغانستان، روز گذشته در فارم تحقیقاتی بادام‌باغ کابل برگزار شد.
این برنامه به ابتکار وزارت زراعت‌آبیاری و مالداری و اتاق زراعت و مالداری افغانستان راه‌اندازی شد و در آن شماری از دهقانان، تاجران، زنان صنعتکار، نمایندگان موسسات همکار و کارآفرینان حضور داشتند.
در این محفل، داکتر وسیم صافی، رئیس هیئت عامل اتاق زراعت و مالداری، پیرامون اهداف و فعالیت‌های این اتاق صحبت کرده و به پرسش‌های اشتراک‌کنندگان پاسخ داد. او تأکید کرد که اتاق زراعت و مالداری برای بازاریابی، حمایت و بهبود کار دهقانان و مالداران برنامه‌های مشخص دارد و تلاش می‌کند زمینه صادرات محصولات به بیرون از کشور را نیز فراهم سازد.
همچنان، حاجی امید حیدری، عضو اتاق زراعت و مالداری و رئیس اتحادیه میوه و سبزی افغانستان، در مورد فعالیت‌های این اتحادیه در بخش بسته‌بندی، پروسس معیاری و همکاری‌های جهانی معلومات ارائه کرده و به پرسش‌های حاضران پاسخ داد.
این نشست با هدف تقویت همکاری میان تجار و دهقانان و ایجاد فرصت‌های تازه در عرصه صادرات و بازاریابی محصولات زراعتی و مالداری برگزار شد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۴:۴۵
Background image

ننګرهار کې د دوه میلیونه ډالرو په لګښت د غوړیو ستره کارخونه پرانیستل شوه؛ سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
په ننګرهار ولایت کې د المعیار په نوم د غوړیو او کنجاړو ستره تولیدي فابریکه رسماً په فعالیت پیل کړی، چې د تیلي نباتاتو د پروسس لوړه وړتیا. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۲:۰
Background image

کندز ولایت کې د یوریا سپرې او د مور پتدار پر وړاندې میخانیکي مبارزې کمپاین پیل شو

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز په ولایت کې د یوریا سپرې او د «مور پتدار» آفت پر وړاندې ځانګړی میخانیکي کمپاین پیل شو. یاد پروګرام د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۱:۵۶
Background image

د غزني د زنخان د قومي مشرانو او د کرنې ریاست مشرتابه ناسته؛ د ستونزو د حل او خدمتونو د پراخېدو ژمنه وشوه

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني ولایت د زنخان ولسوالی قومي مشرانو، دیني عالمانو او مخورو د دې ولایت د کرنې له رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب سره د یوې مهمې ناستې پر. . .

بازگشت