هرات ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر سفر

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۲:۲۱
هرات ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې د یاد وزارت د یوشمېر چارواکو او سلاکارانو په مشرۍ هرات ولایت ته سفر وکړ او د  یاد ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره یې په یوه غونډه کې د کرنې او مالدارۍ وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې.
په دې سفر کې د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر، اداري رییس قاري محمد اکبر امیني، او همدارنګه د کرنې وزارت سلاکاران میرویس خوگیانی او محمد ولي وزیري دکرنې وزیر ملتیا کوله.
په یاده غونډه کې د هرات والي، امنیه قوماندان، د علماوو شورا رییس، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس، د صنعت او سوداګرۍ رییس، د کرنې اومالدارۍ د خونې رییس او یو شمېر ملکي او نظامي چارواکو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور ته د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړې پاملرنې په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې او د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو حل ته جدي پام کوي. هرات هغه ولایت دی، چې د هېواد د کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو په برخه کې مهم رول لري. له همدې امله موږ د پرمختیایي پروژو د پلي کولو په پار پراخ پلانونه لرو چې د نورو ولایتونو ترڅنګ به په هرات کې هم پلي شي، چې په پلي کېدو سره به یې د هرات د کرنې او مالدارۍ وضعیت لا ښه شي».
په همدې حال کې، د هرات ځایي چارواکو د اقلیم د بدلون منفي اغېزو ته په اشارې سره له وزارت څخه وغوښتل، چې د څړځایونو په سیمو کې د حوضونو د جوړولو، د اوبو د زېرمه کولو لپاره د چکدېمونو د جوړولو، د ځنګلونو شنو سیمو په ځانګړي ډول د پستې ځنګلونو د سیمو د پراختیا او د حیواني خوراکي توکو د وېش په برخه کې جدي پاملرنه وکړي. همدارنګه هغوی د څارویو د نسل د اصلاح او د نباتي ناروغیو او آفتونو د مخنیوي اړتیا هم یاده کړه. 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د ځایي مسوولینو غوښتنې له اورېدو وروسته ډاډ ورکړ چې د وزارت د توان په اندازه به عملي ګامونه پورته شي. نوموړي همدارنګه ژمنه وکړه، چې یو مسلکي او متخصص ټیم به د کرنې له وزارت څخه د ستونزو د څېړنې او د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې لپاره د یوې طرحې د ترتیب په موخه هرات ته ولېږل شي.  
دا سفر د کرنې وزارت د هغه پروګرام یوه برخه ده، چې د هېواد په کچه د کرنې او مالدارۍ پیاوړتیا او پراختیا لپاره ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۸:۲۴
Background image

د کرنې وزیر: د کابل د فتحې په ورځ د امیرالمؤمنین عمومي عفوې د وینې تویېدو او غچ اخیستنې د دوام مخه ونیوله

٢٤ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د فاریاب ولایت د سیمه‌ییزو چارواکو له لوري د کابل د فتحې د کلیزې په مناسبت، د زمري  ۲۴. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۴
Background image

کرنې وزارت کې د بیرغ د پورته کولو مراسم ترسره شول

۲۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د کابل د فتحې د پنځمې کلیزې په مناسبت، د افغانستان اسلامي امارت د بیرغ د پورته کولو مراسم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ په حضور کې د دغه وزارت په انګړ کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

بازگشت