بلخ ته دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر سفر

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۲۷
بلخ ته دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر سفر


۱۷ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د مالدارۍ خدماتو او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي محمد ذاکرالله ذاکر او د وزارت د مقام د سلاکارانو په ګډون د یوه پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته سفر وکړ.
د دې سفر پر مهال، د مالدارۍ خدماتو او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر په مشرۍ پلاوي د دهدادي ولسوالی د مصنوعي القاح د سټېشن د ودانۍ د رغونې له پروژې څخه، چې د وزارت د پراختیایي بودجې په مټ پلی کېږي، لیدنه وکړه او خپلې تخنیکي نظریې یې وړاندې کړې. یاده پروژه د څارویو د نسل د ښه والي او د شېدو، غوښې او نورو حیواني تولیداتو د زیاتوالي لپاره اغېزمنه وبلل شوه.
د مالدارۍ خدماتو او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر ، په خپلو خبرو کې وویل، چې مالداري د هېواد د اقتصاد مهم ستن دی او د څارویو د نسل په اصلاح سره کېدای شي، چې د بزګرانو او مالدارانو  تولیدات او عواید په څرګنده توګه لوړ شي. هغه زیاته کړه، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ژمن دی، چې ورته پروژې په نورو ولایتونو کې هم پلي کړي، څو د مالدارۍ ظرفیت په ملي کچه پیاوړی شي.
د بلخ ولایت د هېواد په شمال کې د مالدارۍ د ستر مرکز په توګه، د ګاونډیو ولایتونو بزګرانو او مالدارانو لپاره هم د مصنوعي القاح د سټېشن له ګټو څخه د برخمنېدو زمینه برابروي.

سفر وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به بلخ
۱۷ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، در رأس هیئتی متشکل از مفتی محمد ذاکر رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی و مشاوران مقام وزارت، به ولایت بلخ سفر کرد.
در جریان این سفر، هیئتی به سرپرستی مفتی ذاکر الله ذاکر رییس عمومی خدمات مالداری و صحت حیوانی از پروژه ترمیم ساختمان استیشن القاح مصنوعی در ولسوالی دهدادی که از بودجه انکشافی وزارت عملی می‌گردد، بازدید نموده و نظریات تخنیکی خود را ارائه داد. این پروژه برای ارتقای نسل حیوانات و افزایش تولیدات شیر، گوشت و سایر محصولات حیوانی مؤثر دانسته شد.
مفتی ذاکر الله ذاکر رییس عمومی خدمات مالداری و صحت حیوانی در سخنان خود گفت که مالداری ستون مهم اقتصاد کشور است و با اصلاح نسل حیوانات می‌توان سطح تولیدات و عواید دهاقین را به گونه چشمگیری بالا برد. وی افزود که وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  متعهد به گسترش پروژه‌های مشابه در ولایات دیگر نیز می‌باشد تا ظرفیت مالداری در سطح ملی تقویت گردد.
ولایت بلخ به‌عنوان مرکز بزرگ مالداری در شمال کشور، زمینه بهره‌مندی دهاقین ولایات همجوار را نیز از مزایای استیشن القاح مصنوعی فراهم می‌سازد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت