کندهار کې د ۱۰۰ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۰:۵
کندهار کې د ۱۰۰ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۱۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام«یو.ان.ډي.پي» په مالي ملاتړ، د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۰۰ شنو خونو د جوړولو چارې په کندهار ولایت کې پیل شوې.
یادې شنې خونې د کندهار ښار ترڅنګ په دامان، تخته‌پل، ارغستان، سپین‌بولدک، پنجوايي، ارغنداب، معروف، ژړۍ، خاکریز، لوړ شاولیکوټ او کښته شاولیکوټ ولسوالیو کې جوړېږي. هره شنه خونه به د اوبو لویه زېرمه، لمریزې هندارې، د اوبو ماشین او یو منظم اوبو لګولو سیستم ولري.
دکندهار دکرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر مولوي شمس‌الرحمن موسی، وایي چې د شنو خونو د سروی، نوم‌لیکنې او د مستحقو بزګرانو د انتخاب پروسه بشپړه شوې ده. د دې پروژې ټول مستفیدین بېوزله او اړمن بزګران دي، چې د شنو خونو څخه به مستقیمه ګټه پورته کړي او په ژمي کې به د سبو کرنه ترسره کړي.
د پروژې موخې د بزګرانو د اقتصادي وضعیت ښه کول، د کوکنارو لپاره بدیل معیشت برابرول، د ژمي په موسم کې د سبو تولید زیاتول، میکانیزه کرنې ته وده ورکول، او په لیرې پرتو سیمو کې د بزګرانو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول دي.
له دې پروژې سره هم‌مهاله، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د سولې بنسټ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د نېش او میوند ولسوالیو لپاره د ۱۰ شنو خونو د جوړولو لپاره د نوم‌لیکنې او سروی چارې بشپړې شوې دي او ډېر ژر به یې عملي کار پیل شي.


آغاز کار ساخت ۱۰۰ سبزخانه در کندهار
۱۶ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
به اساس تلاش‌های ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار و با حمایت مالی برنامه انکشافی سازمان ملل متحد، کار ساخت ۱۰۰ سبزخانه به ارزش بیش از ۱۲ میلیون افغانی در ولایت کندهار آغاز شد.
این سبزخانه‌ها علاوه بر شهر کندهار، در ولسوالی‌های دامان، تخته‌پل، ارغستان، سپین‌بولدک، پنجوایی، ارغنداب، معروف، ژړۍ، خاکریز، شاولی‌کوټ بالا و شاولی‌کوټ پایین ساخته می‌شوند. هر سبزخانه مجهز به ذخیره بزرگ آب، آینه‌های آفتابی، ماشین آب و سیستم منظم آبیاری خواهد بود.
مولوی شمس‌الرحمن موسی آمر امور زراعتی ریاست زراعت کندهار می‌گوید که روند سروی، ثبت‌نام و انتخاب دهقانان مستحق تکمیل شده است. همه مستفیدین این پروژه دهقانان فقیر و نیازمند اند که به گونه مستقیم از سبزخانه‌ها بهره‌مند خواهند شد و در فصل زمستان کشت سبزیجات را انجام می‌دهند.
هدف این پروژه بهبود وضعیت اقتصادی دهقانان، فراهم‌سازی معیشت بدیل برای کوکنار، افزایش تولید سبزیجات در فصل زمستان، رشد زراعت میکانیزه و ایجاد فرصت‌های کاری برای دهقانان در مناطق دورافتاده است.
همزمان با این پروژه، با حمایت مالی اتحادیه اروپا و همکاری تخنیکی مؤسسه بنیاد صلح، روند سروی و ثبت‌نام برای ساخت ۱۰ سبزخانه در ولسوالی‌های نیش و میوند تکمیل شده و به زودی کار عملی آن آغاز خواهد شد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت