پکتیکا کې پر ۱۵۴ کروندګرو د غنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۸:۲۲
پکتیکا کې پر ۱۵۴ کروندګرو د غنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول


۱۲ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د سروضې ولسوالۍ په کچه د کروندګرو د ملاتړ او کرنیزو خدمتونو د پیاوړتیا په موخه، د «اړیکو» دفتر له لوري په شفاف او منظم ډول پر ۱۵۴ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول.
یاد اقدام د کروندګرو د حاصلاتو د لوړوالي، د کرنې د معیاري کولو او د سیمې د اقتصادي ودې په موخه ترسره شوی دی. 
د پکتیکا د کرنې سیمه‌ییز مسؤلین وايي، چې د اصلاح شويو تخمونو وېش به د پکتیکا د کروندګرو د تولیداتو په زیاتوالي او د خوړو په خوندیتوب کې مهم رول ولوبوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱
Background image

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست نوی رئیس معرفي او دنده یې پیل کړه


۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لپاره مولوي عبدالرازق ابوالامین د نوي رییس په توګه وټاکل شو او د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت سږکال د ۱۶ ټنه زیتون اچار د تولید په موخه د شنو زیتونو راټولول پیل کړل

۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت سږکال د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي، د کرنیزو محصولاتو د پروسس او د هېوادوالو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۴۵
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت؛ ددرېیم فارم اړوند د ۲۶ مې ویالې د ۵۸۰ شمېرې سیفون د بیارغونې چارې پیل شوې

۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د درېیم فارم اړوند د غني‌خېلو ولسوالی د ډاکې کلي په سیمه کې د ۲۶مې ویالې د ۵۸۰ شمېرې سیفون د ترمیم او. . .

بازگشت