میدان وردګو ولایت کې د ۲۰۰۰ مټریک ټنه سړې خونې له چارو څخه څارنه وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۲۳
میدان وردګو ولایت کې د ۲۰۰۰ مټریک ټنه سړې خونې له چارو څخه څارنه وشوه

۱۲ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سلاکار مستقم حمیدي، بصیراحمد رضواني او د پلان او برنامو عمومي مدیر محمدصابر ساحل د یاد ولایت د اول خیل کلي د مشتاق کروخي شرکت له ۲۰۰۰ مټریک ټنه سړې خونې او د سبت جوړولو له دستګاه څخه لیدنه وکړه.
د شرکت د مسؤلینو په وینا، د سبت جوړولو دستګاه هره ورځ شاوخوا ۱۰۰۰ د مڼو جالۍ تولیدوي. همدارنګه، د سړې خونې د جوړولو چارې هم په ښه ډول روانې دي، چې تر اوسه یې شاوخوا ۸۵ سلنه پرمختګ کړی دی.
هیله ده، چې په نږدې راتلونکي کې د یادې سړې خونې جوړولو کار بشپړ او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي.

در ولایت میدان وردک از روند کار سردخانه ۲۰۰۰ متریک تُنی نظارت به عمل آمد
۱۲ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
مشاور ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت میدان وردک، مستقم حمیدی، بصیراحمد رضوانی و محمدصابر ساحل مدیر عمومی پلان و برنامه‌ها، از سردخانه ۲۰۰۰ متریک تُنی و دستگاه جالی‌سازی شرکت مشتاق کروخی در قریه اول خیل این ولایت دیدار نمودند.
به گفته مسئولان شرکت، دستگاه جالی‌سازی روزانه حدود ۱۰۰۰ جالی سیب تولید می‌کند. همچنان، کار ساخت سردخانه به‌گونه خوب پیش می‌رود که تاکنون حدود ۸۵ درصد پیشرفت داشته است.
امید می‌رود در آینده نزدیک کار ساخت این سردخانه تکمیل و برای بهره‌برداری آماده گردد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱
Background image

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست نوی رئیس معرفي او دنده یې پیل کړه


۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لپاره مولوي عبدالرازق ابوالامین د نوي رییس په توګه وټاکل شو او د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت سږکال د ۱۶ ټنه زیتون اچار د تولید په موخه د شنو زیتونو راټولول پیل کړل

۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت سږکال د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي، د کرنیزو محصولاتو د پروسس او د هېوادوالو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۴۵
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت؛ ددرېیم فارم اړوند د ۲۶ مې ویالې د ۵۸۰ شمېرې سیفون د بیارغونې چارې پیل شوې

۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د درېیم فارم اړوند د غني‌خېلو ولسوالی د ډاکې کلي په سیمه کې د ۲۶مې ویالې د ۵۸۰ شمېرې سیفون د ترمیم او. . .

بازگشت