هلمند کې د کرنیزو ځمکو اصلاح کولو او زابرانو پاکولو په موخه د سروې چارې پیل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۹:۳۸
هلمند کې د کرنیزو ځمکو اصلاح کولو او زابرانو پاکولو په موخه د سروې چارې پیل شوې

۱۰ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت کې د کرنیزو ځمکو د اصلاح او د زابرانو پاکولو په موخه له پلازمینې څخه ورغلی ګډ پلاوي دیاد ولایت دکرنې رییس مولوي نیازمحمد وهاج سره وکتل.
یاد پلاوی غواړي د څه د پاڅه ٨ میلیونه افغانیو په لګښت په دې ولایت کې عمومي او فرعي زابران پاک کاري کړي، چې د همدې سفر په ترڅ کې به د مارجې او نادعلي ولسوالیو له ګڼو سیمو څخه لیدنې وکړي او د سیمو مشخصات او لازم معلوماتونه به راټول کړي، چې وروسته به د اړونده انجنیرانو لخوا د ډیزاین چارې بشپړ او د عملي تطبیق په موخه به یې نور کارونه پیل شي.
یاد پلاوی په داسې حال کې هلمند کې دغه چارې پیلوي، چې څه موده وړاندې ددې ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس پلازمینې ته د خپل سفر پر مهال د وزارت مقام له رهبرۍ څخه د یادو پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې وه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۵:۱۰
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق                                                            
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د سره رود، مومندرې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۶
Background image

د کندهار بولدک کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۲۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بولدک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۹:۲۹
Background image

کندهار کې د دوو مهمو چکډېمونو د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۲۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د قدرتي سرچینو آمریت د مستقیمې څارنې په ترڅ کې، د کښته شاولیکوټ ولسوالی د. . .

بازگشت