د خوست ولایت دکرنې رییس له یوشمېر سوداګرو سره ناسته وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۱:۴۳
د خوست ولایت دکرنې رییس له یوشمېر سوداګرو سره ناسته وکړه

۸ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیر محمد ذبیح د یاد ولایت له یو شمېر سوداګرو سره ځانګړې ناسته ترسره کړه.
یاده ناسته د افغانستان اسلامي امارت د امیرالمؤمنین حفظه الله په هدایت او د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري په لارښوونه جوړه شوې وه. په غونډه کې د خوست د کرنې ریاست سلاکار او متخصص بهیر ګل صابري، د کرنیزو چارو آمر مولوي اسلام خان منیب، د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمر ډاکټر انعام الله جاوید، د خوست ولایت د پانګونې او سوداګرۍ خونې رییس، مرستیالان او یو شمېر سوداګر حضور درلود.
د غونډې موخه د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې، پروسس، بسته‌بندۍ، پانګونې او صادراتو په برخه کې د همکارۍ او همغږۍ پراختیا وه، څو موجود فرصتونه وڅېړل شي او شته ستونزو ته حل لارې وموندل شي.
د خوست دکرنې رییس په پرانستونکې وینا کې د ګډونوالو هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه، چې د امیرالمؤمنین حفظه الله او د کرنې وزیر د هدایاتو پر بنسټ، د خصوصي سکتور د ستونزو حل، د پانګونې زمینې برابرول او د دوامداره همغږۍ پیاوړتیا د کرنې ریاست له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
ورپسې سوداګر خپل نظریات، وړاندیزونه او ستونزې له کرنې ریاست سره شریکې کړې. د ریاست مشرتابه هغوی ته ډاډ ورکړ چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې به د پانګونې او سوداګرۍ اسانتیاوې برابرې شي او له اړوندو ادارو سره به لازمه همغږي وشي.
همدارنګه، پرېکړه وشوه چې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د بازارموندنې لپاره ګډ پلانونه جوړ شي. د کرنې ریاست ټینګار وکړ چې هڅې به کوي تر څو د خصوصي سکتور رول لا پیاوړی شي او د خوست بزګرانو او مالدارانو تولیدات ملي او نړۍوالو بازارونو ته لار ومومي.

رئیس زراعت ولایت خوست با شماری از تاجران دیدار کرد
۸ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
مولوی شیرمحمد ذبیح، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست، با شماری از تاجران این ولایت نشست ویژه‌ای برگزار کرد.
این نشست به هدایت امیرالمؤمنین حفظه‌الله و به رهنمود وزیر زراعت مولوی عطاءالله عمری ترتیب یافته بود. در این جلسه مشاور و متخصص ریاست زراعت بهیرگل صابری، آمر امور زراعتی مولوی اسلام‌خان منیب، آمر صحت حیوانی و مالداری داکتر انعام‌الله جاوید، رئیس و معاونان اتاق سرمایه‌گذاری و تجارت ولایت خوست و شماری از تاجران حضور داشتند.
هدف این نشست گسترش همکاری و هماهنگی در بخش بازاریابی، پروسس، بسته‌بندی، سرمایه‌گذاری و صادرات محصولات زراعتی بود تا فرصت‌های موجود بررسی و راهکارهایی برای حل مشکلات موجود ارائه شود.
رئیس زراعت خوست در سخنان افتتاحیه ضمن خوشامدگویی به اشتراک‌کنندگان گفت که بر اساس هدایات امیرالمؤمنین حفظه‌الله و وزیر زراعت، رفع مشکلات سکتور خصوصی، فراهم‌سازی زمینه‌های سرمایه‌گذاری و تقویت هماهنگی دوامدار از اولویت‌های مهم ریاست زراعت است.
سپس تاجران دیدگاه‌ها، پیشنهادات و مشکلات خود را با ریاست زراعت در میان گذاشتند. رهبری این ریاست به آنان اطمینان داد که در بخش زراعت و مالداری تسهیلات لازم برای سرمایه‌گذاری و تجارت فراهم شده و هماهنگی‌های لازم با نهادهای مربوط صورت خواهد گرفت.
همچنین تصمیم گرفته شد که برای بازاریابی محصولات زراعتی و مالداری طرح‌های مشترک تهیه گردد. ریاست زراعت تأکید کرد که تلاش خواهد شد نقش سکتور خصوصی تقویت گردد و تولیدات دهقانان و مالداران خوست به بازارهای ملی و بین‌المللی راه پیدا کند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱
Background image

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست نوی رئیس معرفي او دنده یې پیل کړه


۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لپاره مولوي عبدالرازق ابوالامین د نوي رییس په توګه وټاکل شو او د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت سږکال د ۱۶ ټنه زیتون اچار د تولید په موخه د شنو زیتونو راټولول پیل کړل

۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت سږکال د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي، د کرنیزو محصولاتو د پروسس او د هېوادوالو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۴۵
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت؛ ددرېیم فارم اړوند د ۲۶ مې ویالې د ۵۸۰ شمېرې سیفون د بیارغونې چارې پیل شوې

۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د درېیم فارم اړوند د غني‌خېلو ولسوالی د ډاکې کلي په سیمه کې د ۲۶مې ویالې د ۵۸۰ شمېرې سیفون د ترمیم او. . .

بازگشت