د کرنې وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د درې ورځني سمینار په پای کې د مولوي عطاءالله عمري وینا

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۰:۵۰
د کرنې وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د درې ورځني سمینار په پای کې د مولوي عطاءالله عمري وینا

۴  وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو درې ورځنی همغږ‌یز سمینار، چې د ستونزو د څېړنې، د نظریاتو د تبادلې او د کرنیزو خدمتونو د ښه‌والي لپاره د لارو چارو د وړاندې کولو په موخه جوړه شوې وه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په شتون کې پای ته ورسېد. 
مولوي عطاءالله عمري د سیمینار په وروستۍ وینا کې کډونوالو ته وویل: «ځینې موضوعات شته چې باید په خپلو ورځنیو فعالیتونو کې په ولایتونو کې ورته جدي پام وکړئ، تر څو چارې په سمه توګه پر مخ ولاړې شي او د خلکو رضایت تر لاسه شي. د خلکو عرایضو ته رسېدنه وکړئ او د ولایت له مشرتابه، پوځي او ملکي چارواکو، په ځانګړې توګه د علماوو د شورا له رئیسانو سره نږدې اړیکې وساتئ. همدارنګه ولسوالیو او کلیو ته سفرونه وکړئ، د بزګرانو او مالدارانو له وضعیت ځان خبر کړئ او د هغوی نظرونه واورئ.»
نوموړي زیاته کړه: «د دولتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی وکړئ، له سوداګرو، صنعتکارانو او پانګه‌والو سره منظمې ناستې ترسره کړئ او د هغوی نظرونه ترلاسه کړئ. د مؤسسو له چارواکو سره همکاري وکړئ، څو کرنیز او مالدارۍ وسایل او ماشینونه د بزګرانو په واک کې ورکړل شي. بزګرانو ته عامه پوهاوی ورکړئ، چې څنګه کولای شي په ساده او کم‌لګښته وسایلو خپلې کرنیزې چارې ښې کړي. د کیمیاوي سرې کارونه راکم کړئ، ځکه چې خاوره زیانمنوي او محصول بې‌کیفیته کوي؛ پر ځای یې باید له کورنیو حیواني سرو څخه ګټه پورته شي. هڅه وکړئ چې نوښتونه، نوي ماشینونه او ابتکاري لارې چارې د حاصلاتو د زیاتوالي لپاره بزګرانو ته ور وپېژنئ. د کارکوونکو له بدلون او د نویو کسانو له وړاندیز څخه ډډه وکړئ او له شته ظرفیت څخه ګټه پورته کړئ.»
یاد سمینار د مالي او اداري مرستییال ملا آغاجان حاجي‌سالم په دعا او سپارښتنو، او د ولایتونو رئیسانو، آمرینو او سلاکارانو ته د ډالیو په وېشلو پای ته ورسېد. په دې درې ورځنۍ غونډه کې ګډونوالو خپلې نظریې، وړاندیزونه او ستونزې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې، تر څو په راتلونکو پلان‌ جوړونو کې ترې ګټه پورته شي، د هېواد له موجودو امکاناتو اغېزمنه استفاده وشي او د بزګرانو او مالدارانو ستونزې هوارې شي.

سخن‌رانی مولوی عطاءالله عمری در اختتام سمینار سه‌روزه رؤسای مرکزی و ولایتی وزارت زراعت
۴ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
سمینار سه‌روزه هم‌آهنگی رؤسای مرکزی و ولایتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری که به هدف بررسی مشکلات، تبادل نظریات و ارائه راهکارها برای بهبود خدمات زراعتی برگزار شده بود، با حضور مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به پایان رسید.
مولوی عطاءالله عمری در سخنرانی پایانی خود خطاب به اشتراک‌کنندگان گفت: «موضوعاتی وجود دارد که باید در فعالیت‌های روزمره خود در ولایات به آن توجه کنید تا کارها به‌درستی پیش برود و رضایت مردم حاصل شود. به عرایض مردم رسیدگی کنید و در ارتباط نزدیک با رهبری ولایت، مسئولان نظامی و ملکی، به‌ویژه رؤسای شورای علما باشید. همچنان به ولسوالی‌ها و قریه‌ها سفر کنید و از وضعیت دهقانان و مالداران آگاه شوید و نظریات‌شان را بشنوید.»
وی افزود: «از غصب زمین‌ها جلوگیری کنید، نشست‌های منظم با تاجران، صنعت‌کاران و سرمایه‌گذاران برگزار کنید و دیدگاه‌های‌شان را دریافت کنید. با مسئولان مؤسسات هم‌کاری داشته باشید تا وسایل و ماشین‌آلات زراعتی و مالداری در اختیار دهقانان قرار گیرد. به دهقانان آگاهی بدهید که چگونه با وسایل ساده و کم‌هزینه می‌توانند زراعت خود را بهبود دهند. استفاده از کودهای کیمیاوی را کاهش دهید، زیرا به خاک آسیب می‌رساند و محصول را بی‌کیفیت می‌سازد؛ در عوض از کود حیوانی داخلی استفاده شود. همچنان تلاش کنید نوآوری‌ها، ماشین‌آلات و ابتکارات جدید را برای افزایش حاصل به دهقانان معرفی کنید. از تغییر و تبدیل کارمندان و پیشنهاد افراد جدید خودداری کرده و از ظرفیت موجود استفاده کنید.»
این سمینار با دعا و رهنمودهای ملاآغاجان حاجی‌سالم معین مالی و اداری وزارت و اهدای تحایف به رؤسا، آمران و مشاوران ولایات خاتمه یافت. در این نشست، اشتراک‌کنندگان طی سه روز نظریات، پیشنهادات و مشکلات خود را با رهبری وزارت در میان گذاشتند تا در پلان‌گذاری‌های آینده از آن استفاده شده و فرصت‌های موجود کشور به‌گونه مؤثر بهره‌برداری شود و مشکلات دهقانان و مالداران رفع گردد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

کندهار کې د ۲.۱ میلیونه افغانیو په لګښت یو معیاري چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د اوبو د زېرمو پیاوړتیا، د وچکالۍ اغېزو کمولو او د کرنې او مالدارۍ د ودې په موخه، د کرنې وزارت د نویو اوبو ساتونکو پروژو پلي کولو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

لغمان کې د نږدې  ۱۱ میلیونو افغانیو په ارزښت په ۱۸ هکټاره ځمکې کې د بیرې ځنګل دجوړولو چارې پیل شوې

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یو.ان.ډي.پي»د ابادۍ پروژې په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۵:۱۰
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق                                                            
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د سره رود، مومندرې،. . .

بازگشت