د ننګرهار سره رود ولسوالی کې ۵۰۰ بې وزله مېرمنو ته د هګیو چرګانو فارمونو وسایل ورکړل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۵:۲۴
د ننګرهار سره رود ولسوالی کې ۵۰۰ بې وزله مېرمنو ته د هګیو چرګانو فارمونو وسایل ورکړل شول

۲۷ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوې مشورتي او مرستندویه مؤسسې (ان.سي.آر.او) په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالی کې ۵۰۰ بې وزله او تازه راستنو شوو مېرمنو ته، چې د کورنۍ سرپرستي یې پر غاړه ده، د هګیو چرګانو وړو فارمونو جوړولو لپاره اړین وسایل ووېشل.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې یادو مېرمنو ته د فارمونو د جوړولو لپاره یو عدد دروازه، دوه عدده کړکۍ، دوه فلزي ګاډرې او ۱۵۰ کیلو ګرامه د چرګانو دانه ورکړل شوه. نوموړي زیاته کړه، چې په نږدې راتلونکې کې به دغو مېرمنو ته ۵۰ قطعي د هګیو چرګان، دانه خورې او آبخورې هم ورکړل شي.
د (ان.سي.آر.او) مؤسسې مسؤل انجینر جمیل خوشحال د فارمونو د جوړولو موخه مېرمنو ته کور دننه د کاري فرصتونو برابرول، د چرګانو سکتور پیاوړتیا او د خوړو خوندیتوب رامنځته کول وبلل.
په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ وړې پروژې په ځانګړې ډول د هګیو چرګانو وړې فارمونه د لږ لګښت او ژر عاید لرلو له کبله د ښځو لپاره یوه مناسبه عایداتي سرچینه ګڼل کېږي، چې له مخې به یې نه یوازې مېرمنې د کور دننه په اقتصادي لحاظ پیاوړې شي، بلکې د چرګانو د تولید سکتور به هم وده وکړي او په ټولیز ډول به د خوړو خوندیتوب کې هم مرسته وکړي.

توزیع وسایل فارم مرغ‌های تخمی برای ۵۰۰ زن بی‌بضاعت در ولسوالی سرخ رود ولایت ننگرهار
۲۷ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار به همکاری مؤسسه مشورتی و حمایتی نوین (N.C.R.O) و با حمایت مالی سازمان خوراک  و زراعت ملل متحد ، وسایل ساخت فارم‌های کوچک مرغ‌های تخمی  را برای ۵۰۰ زن بی‌بضاعت و تازه برگشته به خانه در ولسوالی سرخ رود توزیع کرد. این زنان سرپرست خانواده‌های خود می‌باشند.
مولوی محمد ولی محسن، رییس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار گفت که هر یک از این زنان برای ساخت فارم‌ها یک دروازه، دو پنجره، دو قفس فلزی و ۱۵۰ کیلوگرام دان مرغ دریافت کردند. او افزود که در آینده نزدیک، ۵۰ قطعه مرغ تخمی ، دان و آبخوری نیز در اختیار آنان قرار خواهد گرفت.
انجینر جمیل خوشحال، مسئول مؤسسه N.C.R.O، هدف از ساخت این فارم‌ها را فراهم کردن فرصت‌های شغلی در خانه برای زنان، تقویت سکتور مرغداری و تضمین امنیت غذایی دانست. پروژه‌های کوچک مرغان تخمی  در افغانستان به دلیل کم هزینه بودن و درآمد سریع، به عنوان یک منبع مناسب درآمد برای زنان شناخته می‌شوند و علاوه بر تقویت اقتصادی زنان، رشد تولید مرغداری و ارتقای امنیت غذایی را نیز به همراه خواهند داشت.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د څړځايونو د سروې، تشخيص او ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوی د هېواد شمال زون يو شمېر ولايتونو ته سفر وکړ 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا یو تخنیکي پلاوی د هېواد شمالي ولایتونو (سمنګان، بلخ او سرپل) ته د څړځایونو د سروې، تشخیص او ارزونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د شولګرې ولسوالی په کچه د «اکټېډ» مؤسسې په همکارۍ د ۱۶۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۰
Background image

دهلمند ولایت شمالي ولسوالیو کې ویالو سروې او د قدرتي سرچینو د تثبیت چارې روانې دي

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د قدرتي سرچینو آمریت فني کارکوونکو د شمالي ولسوالیو د زابرانو، ځنګلونو او څړځایونو د. . .

بازگشت