د کندهار شاولیکوټ کې د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت یو لوی چکډېم جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۷:۴۳
د کندهار شاولیکوټ کې د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت یو لوی چکډېم جوړېږي

۲۲ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق 
دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پراختیایي بودیجه، د کندهار دکرنې ریاست په تخنیکي همکارۍ او د طبیعي سرچینو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې د کندهار په کښته شاولیکوټ ولسوالی قندلانو په سیمه کې د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت یو لوی چکډېم جوړېږي. 
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وايي؛ چې یاد لوی چکډېم به په یوه وخت کې د ۴ میلیونه متره مکعب اوبو زېرمه کولو ظرفیت ولري. او ټولي چارې به یې په پاخه او اساسي ډول ترسره سي. د چارواکو په وینا اوس مهال یې د ځای  انتخاب  او سروې چارې بشپړې شوي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې د جوړېدو چارې پیل شي.
د یاد چکډېم د جوړېدو څخه موخه د شاولیکوټ ولسوالی د یادې سیمي وچکالۍ په وړاندې مبارزه، د اوبو زېرمه کولو په موخه اړینې چوپړتیاوې برابرول، د ځمکې لاندې د اوبو سطحه راپورته کول او د اورښتونو اوبه مهار کول دي. ترڅو د یادې سیمې کروندګرو او مالدارانو د وچکالۍ ستونزه راکمه شي. 
د یادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ هم د کندهار په دوو ولسوالیو کې د دوو جلا جلا چکډېمونو د ځای انتخاب او سروې چارې بشپړې شوې وې، چې د ودانیزو چارو تر بشپړېدو وروسته به یو چکډېم په خاکریز او یو چکډېم په کښته شاولیکوټ ولسوالۍ کې د وچکالۍ مخنیوي په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۵:۳۳
Background image

مولوي عبدالجبار خالد د کرنې وزارت  د استملاک او بیا مېشتېدنې د رییس په توګه معرفي شو

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د حکم پر بنسټ، مولوي عبدالجبار خالد د لومړي بست په کچه د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۵۴
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د «امید بهار» شرکتونو له مجتمع څخه لیدنه وکړه

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، د کابل د پل‌چرخي صنعتي پارکونو کې د «امید بهار» د جوس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۳۱
Background image

د کارموندنې او ټولنیز پرمختګ په برخه کې مهمې لاسته راوړنې؛ پکتیکا کې ستره کرنیزوه پروژه بشپړه شوه 

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان د راتلونکو نسلونو «اف‌جي‌اې» مؤسسې په تخنیکي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام. . .

بازگشت