هلمند کې د کب روزنې سکټور پراختیا په پار هڅې؛ دکبانو نږدې ۴۹ زره بچې روزل کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۴:۴۰
هلمند کې د کب روزنې سکټور پراختیا په پار هڅې؛ دکبانو نږدې ۴۹ زره بچې روزل کېږي

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
هلمند کې د کب روزنې فارمونه د ودې په حال کې ده او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي او د کبانو روزنې ته د خلکو لیوالتیا زیاته شوې ده، چې په همدې برخه کې لسګونه نوي فارمونه جوړېږي او ګڼو خلکو ته پکې د کار او روزګار زمینه برابره شوې ده. 
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د خصوصي سکټور د کب روزنې د یو شرکت له لوري ۴۸ زره او ۸۵۰ د کبانو بچي د روزنې په موخه هلمند ته را انتقال شوي وو چې د کرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت د مسؤلینو د لارښؤنې سره سم فارمونو ته واچول شول.
یاد کبان تر خوشې کېدو مخکې، د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمریت د مسلکي کارکوونکو له خوا روغتیايي معاینات او د نسل ارزونه پرې ترسره شوه، څو د ناروغیو مخنیوی وشي او د سالم نسل وده یقیني شي.
دکب روزنې دغه فارمونه د کرنې ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت کارمندانو د مسلکي لارښؤنو مطابق له وړاندې رغول شوي دي، چې وخت پر وخت یې مسؤلینو ته لازمې لارښونې او سپارښتنې ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده، چې دا هڅې د کب روزنې صنعت د ودې او د خوړو خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي، او تمه ده چې په راتلونکې کې به د کبانو تولید زیات او پر بازار مثبته اغېزه ولري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

بازگشت