د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مرستیال سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۶:۲۵
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مرستیال سره وکتل

۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یو،ان،ډي،پي» له مرستیال دویل موکرجي او د هغه له مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې، چې د آبادي پروګرام نوی رییس توموکي متسولا، د معیشت او اقتصادي ودې د پروګرام مرستیال عبدالحمید کلیمي او په افغانستان کې د دې پروګرام اجرائیوي مرستیال یعقوب روکیني هم حاضر وو، د ځینو ولسوالیو د پراختیايي پروژو په اړه خبرې وشوې.
دویل موکرجي د کندهار د تخته‌پُل، د ننګرهار د حصارک او د پکتیکا د ارګون ولسوالیو د روانو پروژو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د سړوخونو، د کب او چرګانو د روزنې، مالدارۍ، د چیک‌ډېمونو جوړولو او بزګرانو ته د بدیل معیشت په برخه کې هم پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.
مولوي صدراعظم عثماني د یادو پروګرامونو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې پروژې باید د کرنې وزارت په سلا مشورې او همغږۍ سره تطبیق شي. هغه زیاته کړه: «د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي، چې د بزګرانو او مالدارانو ژوند ښه شي او که پروژې د همغږۍ او مشورې له لارې پرمخ ولاړې شي، اغېزمنتیا به یې زیاته وي.»
نوموړي وویل، چې د کرنې او مالدارۍ له متخصصینو څخه یوه تخنیکي کمیټه فعاله ده او له دې امله یې د پروژو د طرحې او تطبیق په برخه کې د لا زیاتو همغږیو غوښتنه وکړه څو د پروژو کیفیت او اغېزمنتیا لوړه شي.
په پای کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د دې ادارې له بنسټیزو همکاریو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د کرنې وزارت د پروژو د ښه تطبیق لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دی.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام «یو،ان،ډي،پي» د کرنې وزارت له نږدې همکارانو څخه دی، چې په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د اوبولګولو، د اوبو د زېرمو او د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت په برخو کې فعالیت کوي.


دیدار معین زراعت و مالداری با معاون برنامه‌های انکشافی سازمان ملل
۲۴ سرطان ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با دویل موکرجی، معاون برنامه‌های انکشافی سازمان ملل متحد (UNDP) و هیئت همراهش دیدار کرد.
در این دیدار که توموکی متسولا رئیس جدید برنامه آبادی، عبدالحمید کلیمی معاون برنامه‌های امرار معیشت و رشد اقتصادی و یعقوب روکینی معاون اجرائیوی این سازمان در افغانستان نیز حضور داشتند، روی پروژه‌های انکشافی در برخی ولسوالی‌ها تبادل نظر صورت گرفت.
دویل موکرجی در مورد پروژه‌های در حال اجرا در ولسوالی‌های تخته‌پل ولایت کندهار، حصارک ننگرهار و ارگون پکتیکا معلومات ارائه کرده و گفت که برنامه‌هایی در بخش ایجاد سردخانه‌ها، پرورش ماهی و مرغ، مالداری، ساخت چکدم‌ها و کمک به بدیل معیشت دهقانان نیز در نظر گرفته شده است.
مولوی صدراعظم عثمانی ضمن استقبال از این برنامه‌ها، بر هماهنگی و مشوره با وزارت زراعت در تطبیق پروژه‌ها تأکید ورزید و افزود: «امارت اسلامی افغانستان تلاش دارد وضعیت زندگی دهقانان و مالداران بهبود یابد و اگر پروژه‌ها با مشوره و هماهنگی پیش برود، مؤثریت آن بیشتر خواهد بود.»
او با اشاره به وجود یک کمیته تخنیکی متشکل از متخصصان سکتور زراعت و مالداری، خواستار هماهنگی بیشتر در طرح و تطبیق پروژه‌ها شد تا کیفیت و تأثیرگذاری آن افزایش یابد.
در پایان، معین زراعت و مالداری از همکاری‌های زیرساختی این سازمان قدردانی کرده و تعهد سپرد که وزارت زراعت آماده همکاری و ایجاد سهولت‌های لازم برای تطبیق بهتر پروژه‌ها می‌باشد.
برنامه عمران سازمان ملل متحد یکی از همکاران نزدیک وزارت زراعت بوده که در بخش‌های مختلف به‌ویژه پروژه‌های آبیاری، ذخیره‌گاه‌های آب و بدیل معیشت در افغانستان فعالیت می‌نماید.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۳۵
Background image

د لغمان په الیشنګ ولسوالی کې د ځنګلونو د حاصلاتو د لس سلنه محصول د ورکړې په موخه د عامه پوهاوي ناستې ترسره شوې

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د قدرتي زېرمو آمر، مولوي ګل رسول زبیر، په مشرۍ یو پلاوي، چې د چهارمغزو، جلغوزیو او بیرې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۳۴
Background image

د کرنې وزارت پلاوي هلمند ته د سفر پر مهال د لښکرګاه د تفصیلي پلانونو د تطبیق او د ځمکو د مدیریت چارې وارزولې

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د تطبیق په موخه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړی پلاوی د هلمند ولایت ته سفر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۳۴
Background image

د تورخم په قرنطین کې ۵۰۴ کیلوګرامه قاچاقي «ام» مېوه ضبط او له منځه یوړل شوه

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د تورخم قرنطین مدیریت کارکوونکو د خپلو قانوني او قرنطیني دندو د ترسره کولو په. . .

بازگشت