د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کوچیانو چارو د سمون لوی ریاست له چارواکو سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۵
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کوچیانو چارو د سمون لوی ریاست له چارواکو سره وکتل

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوی صدراعظم عثماني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت د کوچیانو چارو د سمون لوی ریاست د رهبري غړو سره لیدنه وکړه.
یاده لیدنه د کرنې وزارت په مقر کې ترسره شوه، چې پکې مولوي محمدبصر صاحب‌زاده د کوچیانو چارو د سمون لوی رییس، مولوي لعل محمد منیب د اقتصادي خدماتو او څړځایونو رییس، مولوي محمد ادریس د روغتیایي خدمتونو او استوګنې رییس او د کوچیانو د مشرتابه شورا یو شمېر غړو ګډون کړی و. همداراز د کرنې وزارت اړوندو رییسانو او د معینیت تخنیکي سلاکارانو هم برخه اخیستې وه.
په دې ناسته کې د کوچیانو استازو د مالدارۍ د صنعت د ودې، د حیواني ناروغیو د مخنیوي، د حیواني کلینیکونو د جوړولو او د څړځایونو د سیمو د د تثبیت په اړه خبرې وکړې او د کوچیانو د فعالیتونو په برخه کې د ولایتي مسؤلینو د لا زیاتو همکاریو غوښتنه یې وکړه.
په ځواب کې مولوي صدراعظم عثماني د حیواني ناروغیو د کنټرول، د وچکالۍ د اغېزو او ترسره شویو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ چې د کوچیانو ستونزو او اړتیاوو ته به د هېواد د نورو قشرونو په څېر رسېدنه وشي.


دیدار معین زراعت و مالداری با مسئولان ریاست عمومی انسجام امور کوچی‌ها
۱۸ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری و کفیل وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با اعضای رهبری ریاست عمومی انسجام امور کوچی‌های وزارت سرحدات، اقوام و قبایل دیدار نمود.
این دیدار در مقر وزارت زراعت برگزار شد و در آن، مولوی محمدبصر صاحب‌زاده رئیس عمومی انسجام کوچی‌ها، مولوی لعل محمد منیب رئیس خدمات اقتصادی و علفچر، مولوی محمد ادریس رئیس عرضه خدمت صحی و اسکان و جمعی از اعضای شورای رهبری کوچی‌ها حضور داشتند. از سوی وزارت زراعت نیز رؤسای مربوط و مشاوران تخنیکی معینیت شرکت کرده بودند.
در این نشست، نمایندگان کوچی‌ها درباره انکشاف صنعت مالداری، جلوگیری از امراض حیوانی، ایجاد کلینیک‌های حیوانی و مشخص‌سازی ساحات علفچر و مالچر صحبت کرده و خواهان همکاری مسئولان ولایتی در فعالیت‌های مالداری کوچی‌ها شدند.
مولوی صدراعظم عثمانی در پاسخ، ضمن ارائه معلومات در مورد فعالیت‌های انجام‌شده در بخش کنترول امراض حیوانی و تأثیر خشک‌سالی، اطمینان داد که به مشکلات و نیازهای کوچی‌های مالدار همانند سایر اقشار کشور رسیدگی خواهد شد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

بازگشت