لوګر کې د کروندو حاصلاتو کې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی دی

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۱:۷
لوګر کې د کروندو حاصلاتو کې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی دی

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست، مسؤلین وایي، چې د تېرو کلونو په پرتله، لوګر کې د کروندګرو او بڼوالو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس، مولوي شیرآقا پیر حبیب الرحمن په داسې حال کې، چې د همدې ادارې یو شمېر نور مسؤلین او د لوګر یو شمېر بزګرانو هم ور سره و، مرکز ته اړوند د کروندګرو له کروندو او حاصلاتو څخه لیدنه وکړه.
دلوګر د کرنې او مالدارۍ رییس، له کرندو څخه د لیدنې پرمهال وویل؛ چې د نورو کلونو په پرتله حاصلاتو کې د پام وړ ډېر والی راغلی دی.
نوموړي د بزګرانو له هلو ځلو څخه د مننې ترڅنګ، هغوی یې دې ته وهڅول ترڅو خپلو کروندو کې د اوبوڅاڅکې(قطره یي عصري سیسټم) څخه کار واخلي.
ورته مهال یو شمېر بزګران، چې د خپلو کروندو د اوبو کولو په موخه څاڅکې سیسټم ته مخه کړی وایي؛ له دغه کار سره یې په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. دی.
دوی پر نورو بزګرانو او بڼوالو هم غږ وکړ، ترڅو د څاڅکې سیسټم په کروندو کې وکاروي او د ځمکې لاندې اوبو، چی ملي شتمني ده خوندي وساتل شي.
باید وویل شي، چې د لوګر په ولایت کې د تېر کال په پرتله د غنمو، هندواڼو ،لوبیا او زردآلو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱
Background image

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست نوی رئیس معرفي او دنده یې پیل کړه


۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لپاره مولوي عبدالرازق ابوالامین د نوي رییس په توګه وټاکل شو او د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت سږکال د ۱۶ ټنه زیتون اچار د تولید په موخه د شنو زیتونو راټولول پیل کړل

۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت سږکال د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي، د کرنیزو محصولاتو د پروسس او د هېوادوالو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۴۵
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت؛ ددرېیم فارم اړوند د ۲۶ مې ویالې د ۵۸۰ شمېرې سیفون د بیارغونې چارې پیل شوې

۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د درېیم فارم اړوند د غني‌خېلو ولسوالی د ډاکې کلي په سیمه کې د ۲۶مې ویالې د ۵۸۰ شمېرې سیفون د ترمیم او. . .

بازگشت