د کرنې وزارت د عشر او زکات لوی رییس د بغلان ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۳:۱۴
د کرنې وزارت د عشر او زکات لوی رییس د بغلان ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل 

۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دعشر او زکات لوی رییس الحاج مولوی ندا محمد عابد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د وزیر الحاج مولوی عطاءالله عمري په ځانګړي لارښوونه بغلان ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره په کتنه کې د عشر او زکات راټولولو په برخه کې پر شته ستونزو او ننګونو خبرې اترې وکړې.
د دغه سفر موخه په بغلان ولایت کې دعشر او زکات اړوند مهمو موضوعاتو ارزونه، د نظرونو تبادله، د ګډو همکاریو پیاوړتیا او د اړوندو ادارو ترمنځ لا ښه همغږي رامنځته کول وو.
د سفر په ترڅ کې، د کرنې وزارت دعشر او زکات لوی رییس او ورسره مل پلاوي د بغلان والي مولوی عبدالرحمن حقاني، دکرنې رییس مولوی عبدالرکریم حذیفه او یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو سره په ناسته کې د عشر او زکات اړوندو موضوعاتو باندې خبرې اترې وکړې.
په دغو ناستو کې مولوي ندا محمد عابد د کرنې وزیر او د مالي او اداري چارو مرستیال پیغامونه او لارښوونې اړوندو چارواکو ته ورسول، او د عشر او زکات د نظام لا ښه تطبیق لپاره یې عملي وړاندیزونه مطرح کړل.
د ناستې پر مهال، د بغلان والي مولوی عبدالرحمن حقاني دعشر او زکات په چارو کې د هر اړخیزو، شفافو او صادقانه همکاریو ژمنه وکړه او ویې ویل، چې د اسلامي اصولو په رڼا کې به د دې مهم نظام پیاوړتیا ته پوره توجه کوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۵:۵۲
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې د بادامو بڼونه جوړېږي

۱۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د اکشن اېډ مؤسسې په مرسته د شولګرې په ولسوالی کې یوشمېر کسانو ته د بادامو بڼونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۵:۵۲
Background image

تورخم کې له پاکستان څخه راوړل کېدونکي ۱۵ ټنه په ناروغۍ ککړ لیمو بېرته واستول شول

۱۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د تورخم بندر مسوولینو له پاکستان څخه افغانستان ته د ۱۵ ټنه بې‌کیفیته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۳:۵۴
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د پکتیکا له مشرانو سره وکتل

۱۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د خپل کار په دفتر کې د پکتیکا ولایت له یو شمېر مشرانو. . .

بازگشت