دهلمند ولایت دوو ولسوالیو کې ١٠٠ تنو بڼوالو ته روزنه ورکړل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۰:۷
دهلمند ولایت دوو ولسوالیو کې ١٠٠ تنو بڼوالو ته روزنه ورکړل شوه

۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د سولې بنسټ موسسې په مالي همکارۍ، د موسی‌قلعه او سنګین ولسوالیو کې ۱۰۰ تنو بڼوالو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه.
دیاد پروګرام په لړ کې په موسی‌قلعه ولسوالی کې ۵۰ تنو بزګرو ته د انګورو د حاصلاتو راټولولو، تر راټولولو وروسته تنظیم، او د اوبو مؤثر مدیریت او استعمال اړوند عملي تریننګ ورکړل شو. په یاد تریننګ کې د موسی‌قلعه د کرنې مسوول حاجي قاري حنیفي او اړونده مسوولینو هم حضور درلود.
همداراز، په سنګین ولسوالی کې هم ورته روزنه د سولې بنسټ موسسې له خوا ورکړل شوه. په دې پروګرام کې هم ۵۰ تنو بڼوالو ګډون درلود، چې ورته د انګورو د حاصلاتو راټولولو، تنظیم، بسته‌بندۍ، او د اوبو مناسب استعمال په برخه کې مفصل معلومات ورکړل شول، چې د سنګین د کرنې مسوول هم د روزنې په جریان کې حاضر و.
یاد پروګرامونه د بزګرانو د عملي ظرفیت لوړولو او د حاصلاتو کیفیت ښه کولو په موخه ترسره شوي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت