د کرنې وزارت د عشر او زکات لوی رییس د فاریاب ولایت چارواکو او علماوو سره جلاجلا ناستې وکړې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۹:۲۱
د کرنې وزارت د عشر او زکات لوی رییس د فاریاب ولایت چارواکو او علماوو سره جلاجلا ناستې وکړې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دعشر او زکات لوی رییس الحاج مولوی ندا محمد عابد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د وزیر الحاج مولوی عطاءالله عمري په ځانګړي لارښوونه فاریاب ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت له سیمه ییزو چارواکو او علماوو سره جلاجلا ناستې وکړې.
د دغه سفر موخه په فاریاب ولایت کې دعشر او زکات اړوند مهمو موضوعاتو ارزونه، د نظرونو تبادله، د ګډو همکاریو پیاوړتیا او د اړوندو ادارو ترمنځ لا ښه همغږي رامنځته کول وو.
د سفر په ترڅ کې، د کرنې وزارت دعشر او زکات لوی رییس او ورسره مل پلاوي د فاریاب والي، د ولایت مرستیال، د تعقیب او فرامینو د مسؤلینو او د یاد ولایت د علماوو د شورا له رییس سره جلا جلا ناستې ترسره کړې.
په دغو ناستو کې مولوي ندا محمد عابد د کرنې وزیر او د مالي او اداري چارو مرستیال پیغامونه او لارښوونې اړوندو چارواکو ته ورسول، او د عشر او زکات د نظام لا ښه تطبیق لپاره یې عملي وړاندیزونه مطرح کړل.
د ناستې پر مهال، د فاریاب محترم والي دعشر او زکات په چارو کې د هر اړخیزو، شفافو او صادقانه همکاریو ژمنه وکړه او ویې ویل چې د اسلامي اصولو په رڼا کې به د دې مهم نظام پیاوړتیا ته پوره توجه کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت