د کرنې وزارت مرکزي کارکوونکو لپاره اصلاحي پروګرام ترسره شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۳:۴

۷غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳۰ ذُوٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خپلو مرکزي کارکوونکو لپاره د دیني او کاري ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه یو اصلاحي پروګرام دایر کړ.
یاد پروګرام د کرنې وزیر مولوي عطاالله عمري، دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت د انسجام رییس مولوي شریف‌الله، د کرنې وزارت د مرکزي رییسانو او کارکوونکو په ګډون د دعوت او ارشاد ریاست له خوا  ترسره شو.
په دې پروګرام کې، مولوي عطاالله عمري د نفس د اصلاح، د نفساني غوښتنو څخه د ډډې، له الله سره د زړه له کومې اړیکې، شکر ادا کولو، د نفس رضایت، د ورځنیو چارو په اړه د تفکر او له شیطاني وسوسو د خلاصون پر اهمیت ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه: «د کرنې وزارت یو ولسي اداره ده، او ددې لپاره چې د افغانستان ډېری خلک بزګران او مالداران دي، موږ باید د اصلاحاتو او تفکر له لارې غوره چوپړتیاوې وړاندې کړو.»
هغه زیاته کړه: «ادارې اصلاح ته اړتیا لري او باید له ورځنیو تکراري چارو خلاصې شي، په پلان او تفکر سره باید د پرمختګ خوا ته یون وکړو. هر کارکوونکی، هر چېرته چې وي، په هر بست او موقف کې چې وي، باید د اصلاحاتو د تطبیق او چارو د ښه والي لپاره هڅه وکړي.»
مولوي عمري د کاري پلانونو د ارزونې پر اړتیا هم ټینګار وکړ او ویې ویل: «تېر کال ته باید کتنه وکړو او د روان کال لپاره د نیمګړتیاوو د پوره کولو پلان ولرو. راځئ چې له ژوندي او متحرک روحیې سره کار وکړو او اغېزمن او فعال کسان واوسو.»
ورپسې، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د نفس د اصلاح، د الهي فرمانونو مطابق د چارو د پرمخ بیولو او د امر بالمعروف د ارزښتونو په اړه خبرې وکړې.
همداراز، د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت د انسجام لوی رییس مولوي شریف‌الله، د امر بالمعروف د قانون د تطبیق پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دا قانون د خیر غوښتنې نښه ده. نوموړي له ټولو وغوښتل، چې دا قانون په جدي توګه ولولي او عملي یې کړي.
نوموړي زیاته کړه: «د دعوت او ارشاد ریاست ددې لپاره رامنځته شوې، چې د ادارو مسؤولین د خپلو بوختیاوو ترڅنګ له خپل اسلامي صورت او سیرت غافل نه شي. که موږ، د امارت کارکوونکي په توګه، خپل ظاهر او باطن اسلامي کړو، کولای شو د ملت لپاره یو ښه بېلګه و اوسو.»
مولوي شریف‌الله وویل، چې ژوند او دنیا لنډمهاله ده او باید د تقوا، بیدارۍ او دنفساصلاح له لارې د آخرت لپاره چمتو شو او د الله تعالی حضور ته په سپین مخ حاضر شو.

برگزاری برنامه اصلاحی برای کارمندان مرکزی وزارت زراعت
۷ جوزا ۱۴۰۴ 
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برنامه‌ای اصلاحی را به هدف تقویت ارزش‌های دینی و کاری برای کارمندان مرکزی این وزارت برگزار کرد. 
این برنامه با حضور مولوی عطاالله عمری وزیر زراعت، مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، مولوی شریف‌الله رئیس عمومی انسجام وزارت امر به‌معروف و نهی از منکر، روسا و کارمندان مرکزی وزارت از سوی ریاست دعوت و ارشاد برگزار شد.
در این برنامه، مولوی عطاالله عمری بر ضرورت اصلاح نفس، دوری از خواسته‌های نفسانی، ارتباط قلبی با خداوند، شکرگزاری، رضایت درونی، تفکر در امور روزمره و رهایی از وسوسه‌های شیطانی تأکید کرد. وی گفت: «وزارت زراعت یک اداره مردمی است و چون اکثریت مردم افغانستان دهقان و مالدار هستند، ما نیز باید با تفکر و اصلاحات، خدمات بهتری ارائه کنیم.»
او افزود: «ادارات نیازمند اصلاحات‌اند و باید از روزمرگی رهایی یافته و با برنامه‌ریزی و تفکر به سوی انکشاف حرکت کنیم. کارمندان در هر بست و موقفی که قرار دارند، باید برای بهبود امور و تطبیق اصلاحات تلاش کنند.»
مولوی عمری با تأکید بر ضرورت ارزیابی پلان‌های کاری گفت: «سال گذشته را مرور کنیم و برای تکمیل کمبودی‌ها در سال جاری برنامه داشته باشیم. بیایید با روحیه زنده و متحرک کار کنیم و فردی فعال و مؤثر باشیم.»
در ادامه، مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری، پیرامون اهمیت انجام امر به‌معروف، اصلاح نفس و پیشبرد امور مطابق فرمان الهی صحبت کرد.
همچنین، مولوی شریف‌الله، رئیس عمومی انسجام وزارت امر به‌معروف و نهی از منکر، با بیان اهمیت تطبیق قانون امر به‌معروف در همه امور، آن را نشانه خیرخواهی دانست و خواستار مطالعه و اجرای جدی آن شد.
او گفت: «ریاست دعوت و ارشاد برای آن ایجاد شده تا مسؤولین ادارات با وجود مصروفیت کاری، از سیرت و صورت اسلامی خود غافل نمانند. اگر ما، به‌عنوان کارمندان امارت، خود را از نگاه ظاهری و باطنی اسلامی بسازیم، می‌توانیم الگوی خوبی برای ملت باشیم.»
مولوی شریف‌الله تأکید کرد که زندگی زودگذر است و باید با تقوا، هوشیاری و اصلاح درونی، برای آخرت آماده شویم و نزد خداوند با روی سفید حاضر شویم.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت