خوست ولایت کې د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۸:۵۹
خوست ولایت کې د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

۶غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُوٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د غنمو حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د رسمي شمېرو له مخې، سږ کال په خوست کې ۱۸ زره ۵۹۵ هکتاره ځمکه باندې غنم کرل شوي، چې تمه ده له دغو کروندو څخه شاوخوا ۵۰ زره ۶۹۸ ټنه غنم راټول شي.
د خوست د کرنې ریاست مسؤلین وایي، د غنمو د حاصل ښه والي تر ډېره د اصلاح شوو تخمونو، کیمیاوي سرو، او د کرنیزو خدمتونو پایله ده. سږ کال د خوست د کرنې ریاست په همغږۍ د بېلابېلو مؤسسو په مالي ملاتړ، ۱۹ زره ۲۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.
د خوست د کرنې ریاست ژمن دی، چې ددې ولایت د بزګرانو د لا پرمختګ، کرنیزو ځمکو د حاصلخیزۍ، او د حاصل د کیفیت د لوړوالي لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي، تر څو بزګران له خپلو ځمکو نه اعظمي ګټه واخلي او د خپلو هڅو ثمره په ښه ډول تر لاسه کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت