لغمان ولایت کې ۲۵ مالدارو کورنیو ته د باجرې تخم او اړونده وسایل ووېشل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۵:۱
لغمان ولایت کې ۲۵ مالدارو کورنیو ته د باجرې تخم او اړونده وسایل ووېشل شول

۲۳ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، او د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې (ډي،سي،اې) په مالي مرسته، د لغمان ولایت د مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ ۲۵ تنو مستحقو مالدارانو ته د باجرې تخم، کیمیاوي سرو او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه.
دا مرسته د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییسالحاج مولوي عبدالستار محمد او د هالینډ کمیټې د ولایتي مسؤلینو له‌خوا رسماً پرانیستل شوه، چې په ترڅ کې یې هر مالدار ته ۷ کیلوګرامه د باجرې تخم،۱ کیلوګرامه یوریا (سپینه سره)، ۱ کیلوګرامه توره سره، یوه بېلچه او یوه کشک ورکړل شوي دي.
د لغمان دکرنې رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې دا مرسته، چې ارزښت یې ۵۵ زره او ۲۵۵ افغانۍ دی، د مالدارانو لپاره د څارویو د خوراکي موادو د برابرولو، د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا، او د اړمنو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي په موخه ترسره شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د باجرې کرنه د وچکالۍ ځپلو سیمو لپاره ډېره مناسبه ده، او کولای شي د څارویو لپاره یو ارزښتناک خوراکي منبع وي.
دا ډول مرستې به نه یوازې د مالدارانو اړتیاوې پوره کړي، بلکې د خوړو خوندیتوب او عوایدو د لوړوالي په برخه کې به هم رغنده اغېز ولري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو.ان.او.ډې.سي) په مالي ملاتړ،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۲۹
Background image

دلغمان دولت شاه ولسوالی دګډیالې ځنګل کې لګېدلی اور مهار شو

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ یو ګډ پلاوی د دولت‌شاه ولسوالی د ګډیالې ځنګل ته د اور د مهارولو لپاره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۲:۳۵
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې نږدې ۱۷ زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د رېګستان او دامان په. . .

بازگشت