د ټولنې له بېلابېلو پرګنو سره د کرنې وزیر ولسي کتنې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۵:۵۲
د ټولنې له بېلابېلو پرګنو سره د کرنې وزیر ولسي کتنې

۱۳ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، له بېلابېلو ټولنیزو قشرونو سره دلیدنې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې اترې وکړې.
په دغو لیدنو کې، د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان حاجي سالم، ملا محمدحسین خورشید د وزیر د دفتر رییس، مولوي عبدالستار حکیم د لغمان د کرنې رییس، او پیرصاحب د لوګر د کرنې رییس هم ګډون کړی و، او هغوی خپلې نظریې، وړاندیزونه او اړتیاوې د کرنې له وزیر سره شریکې کړې.
د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راغلي خلک هم خپلې ستونزې د کرنې وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې. د کرنې وزیر د دغو ستونزو د حل په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

دیدارهای مردمی وزیر زراعت با اقشار مختلف جامعه برگزار شد
۱۳ ثور ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، با شماری از اقشار مختلف جامعه دیدار و روی موضوعات متنوع صحبت کرد.
در این دیدارها، ملاآغاجان حاجی سالم معین مالی و اداری وزارت، ملامحمدحسین خورشید رئیس دفتر وزیر، مولوی عبدالستار حکیم رئیس زراعت ولایت لغمان و پیرصاحب رئیس زراعت ولایت لوگر نیز حضور داشتند و نظریات، پیشنهادات و نیازمندی‌های خود را در بخش‌های مختلف با وزیر زراعت شریک ساختند.
باشنده‌گان از ولایات مختلف کشور نیز مشکلات‌شان را با رهبری وزارت زراعت در میان گذاشتند. وزیر زراعت به منظور رسیدگی به این مشکلات، هدایت‌های لازم را صادر کرد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۹:۵۸
Background image

کندهار کې د چرګانو روزنې فارمونو څخه د ورځې ۳۵۰ زره هګۍ او زرګونه کیلوګرامه غوښته تولیدېږي

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د چرګانو روزنې سکټور په پراخېدو ده او ورځ تربلې پراخېږي. د کندهار د کرنې ریاست د چارواکو په خبره په دې ولایت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۹:۱۴
Background image

کندهار کې د کانګو تبې د مخنیوي په موخه درې زره فارمونو کې وقایوي کمپاین ترسره شو

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف اې او» په مالي ملاتړ او د مسلکي پاراوټرنرانو په تخنیکي همکارۍ، د کانګو تبې د مخنیوي په موخه یو پراخ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۵۹
Background image

کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه ترسره شوه


۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د مورنیو، بنسټیزو او تصدیقي اصلاح شویو تخمونو د. . .

بازگشت