د هلمند مرکز لښکرګاه کې د لبنياتو پلورونکو هټیو څخه څارنه وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۵:۴۸
د هلمند مرکز لښکرګاه کې د لبنياتو پلورونکو هټیو څخه څارنه وشوه

۱۳ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او د حیواني روغتیا امریت کارکوونکو دلښکرګاه په مرکزي سیمو کې د لبنياتو د پلورونکو له فعالیتونو څخه لیدنه، کنترول او نظارت ترسره کړه.
دغه څارنه د دې لپاره ترسره شو، څو ډاډ ترلاسه شي چې لبني محصولات ښاريانو ته په پاک، صحي او معیاري ډول عرضه کېږي. د نظارت پر مهال د لبني محصولاتو کیفیت له نږدې وڅارل شو او د خرڅلاو پر ځایونو کتنه وشوه.
مسؤلینو څرګنده کړه، که چیرې کوم پلورونکی تر وخت تېر، فاسد یا بې‌کیفیته لبنيات خرڅوي، قانوني چلند به ورسره وشي او د اړوندو اصولو له مخې به مجازات شي.
د کنترول او څارنې پر مهال د لبنياتو پلورونکو ته لازمې روغتیایي لارښوونې هم ورکړل شوې، څو د محصولاتو د کیفیت په ساتنه کې لا زیات پام وکړي.
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي چې، دا ډول نظارتي بهیرونه دوام ولري، څو هلمندوال د روغتیا له پلوه خوندي لبني محصولات وکاروي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت