د ترویج، غنمو او مالدارۍ په برخو کې د تخصصي همکاریو په تړاو، د افغانستان او ازبکستان د کرنې د مسئولینو ګډې خبرې اترې 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۳:۲۶
د ترویج، غنمو او مالدارۍ په برخو کې د تخصصي همکاریو په تړاو، د افغانستان او ازبکستان د کرنې د مسئولینو ګډې خبرې اترې 

۱۳ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د تخنیکي او مسلکي همکاریو د دوام په موخه، د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مسئولینو او متخصصینو او د ازبکستاني پلاوي ترمنځ د کابل په انترکانتنینتل هوټل کې یوه ګډه ناسته ترسره شوه.
په دې غونډه کې د څارویو د واکسین برابرولو او تطبیق، د علوفې تولید، د نسل د اصلاح مرکزونو جوړولو، د مصنوعي القاح روزنو، د سرحدي ناروغیو کنټرول، د څارویو د درملو د کیفیت ارزونې، د عاید لرونکو بوټو ترویج، آنلاین روزنو، د تجربو ‌شریکولو او د بزګرانو او د کرنې سکتور د کارکوونکو د روزنې په برخو کې بحثونه او نظریات تبادله شول.
په یاده غونډه کې د افغانستان له لوري د مالدارۍ او حیواني روغتیا عمومي رئیس مفتی ذاکرالله ذاکر، د غله‌جاتو رئیس مولوي مصباح‌الدین مستعین، حقوقي سلاکار ډاکتر بشیر احمد پیام، سلاکار شفیع‌الله مومند، د څېړنو او ترویج سلاکار میرویس خوګیاني، د مالدارۍ سلاکار محمدولي وزیري، د وترنرۍ رئیس مختار محسني او د مالدارۍ رئیس ایوب احدي ګډون کړی و.
له ازبکستانه هم پیرمانوف اوتاجون، یونوسوف اولوغ‌بیگ، ارتیکوف ظفر او حسنوف صلاح‌الدین، چې د کرنتین، حیواني روغتیا، مالدارۍ او ترویج متخصصین او مسئولین دي، برخه اخیستې وه.
دا ناستې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو د پراخولو، د ظرفیت لوړولو او د تجربو د تبادلې د دوه اړخیزو هڅو یوه برخه دي.


گفتگوی مشترک مسئولان زراعت افغانستان و ازبکستان درباره همکاری‌های تخصصی در ترویج، غله‌جات و مالداری
۱۳ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
در ادامه همکاری‌های تخنیکی و مسلکی میان افغانستان و ازبکستان، نشست مشترکی میان مسئولان و متخصصان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان و هیئت ازبکستانی در هوتل انترکانتنینتل کابل برگزار شد.
در این گفتگوها، روی موضوعات مهمی چون تهیه و تطبیق واکسین حیوانی، تولید علوفه، ایجاد مراکز اصلاح نسل، آموزش القاح مصنوعی، کنترول امراض سرحدی، بررسی کیفیت ادویه حیوانی، ترویج نباتات پرعاید، راه‌اندازی آموزش‌های آنلاین، شریک‌سازی تجارب، و آموزش دهقانان و کارمندان سکتور زراعت بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
در این نشست‌ها، از جانب افغانستان مفتی ذاکرالله ذاکر رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی، مولوی مصباح‌الدین مستعین رئیس غله‌جات، داکتر بشیر احمد پیام مشاور حقوقی، شفیع‌الله مومند مشاور، میرویس خوگیانی مشاور تحقیق و ترویج، محمدولی وزیری مشاور مالداری، مختار محسنی رئیس وترنری و ایوب احدی رئیس مالداری اشتراک داشتند.
از سوی ازبکستان نیز پیرمانوف اوتاجون، یونوسوف اولوغ‌بیگ، ارتیکوف ظفر و حسنوف صلاح‌الدین که از متخصصان و مسئولان حوزه‌های قرنطین، صحت حیوانی، مالداری و ترویج می‌باشند، حضور یافته بودند.
این نشست‌ها بخشی از تلاش‌های دوجانبه برای گسترش همکاری‌های تخنیکی، ارتقای ظرفیت و تبادل تجارب میان دو کشور در عرصه زراعت و مالداری می‌باشد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت