د کندهار پنجوایي کې د ۳.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال د جوړولو چارې په بشپړېدو دي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۴:۳۵
د کندهار پنجوایي کې د ۳.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال د جوړولو چارې په بشپړېدو دي

۱۰ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیایي بودیجې په ملاتړ، د خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکارۍ او د طبیعي سرچینو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د پنجوایي ولسوالۍ د بدوان په سیمه کې د اوبو مهارولو په موخه د استنادي دیوال د جوړولو چارې روانې دي. دا پروژه، چې ۳.۸ میلیونه افغانۍ ارزښت لري، رغنیزې چارې یې په بشپړېدو دي، چې په نږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
یاد استنادي دیوال ۲۶۵ متره اوږدوالی، ۱.۵ متره پراخوالی او ۳ متره لوړوالی لري او تمه ده چې د دوو میاشتو په موده کې په اساسي او پایداره ډول بشپړ شي. د دې پروژې د تطبیق پر مهال، ۸ کسانو ته په فني او ۵۰ کسانو ته په غیرفني برخو کې د کار زمینه برابرې شوې او د چارو د ښه ترسراوي لپاره له پرمختللو ماشینونو هم استفاده کېږي.
د ودانیزو چارو د کیفیت، چټک پرمختګ او لا ښه مدیریت لپاره، د کرنې ریاست استازو مولوی عبدالغني عفان او انجنیر نورمحمد همکار د پروژې نږدې څارنه وکړه. د څارنې پر مهال، د کار د کیفیت ارزونه وشوه او اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې ورکړل شوې، ترڅو ټولې چارې د تخنیکي معیارونو او کرنیزو اړتیاوو مطابق پر مخ یووړل شي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ژمن دی، چې د خپلو ټولو پروژو پر وخت څارنه وکړي، د کیفیت لوړتیا ته پاملرنه وکړي او د کرنیزو چارو د ښه والي لپاره دوامداره حللارې رامنځته کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت