افغانستان ته د کرنې او اوبولګولو د همکاریو د پراختیا په موخه د ازبکستاني پلاوي سفر

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۴۷
افغانستان ته د کرنې او اوبولګولو د همکاریو د پراختیا په موخه د ازبکستاني پلاوي سفر


۱۰ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د ازبکستان هېواد یو پلاوی د کرنې، اوبولګولو او سوداګرۍ په برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراخولو په موخه د بلخ ولایت حیرتان بندري ښار ته راورسېد.
یاد پلاوی د ازبکستان د کرنې وزارت مرستيال ابدوذوکروف جمشید، د اوبو وزارت مرستیال قرشیوف رستم، او د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو څلورو مسلکي رئیسانو څخه جوړ دی.
د حیرتان په بندري ښار کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مرستيال مجیب‌الرحمن عمر آخندزاده، د کرنې وزارت د غله‌جاتو رئیس مولوي مصباح‌الدین مستعین، د څېړنې او ترویج سلاکار میرویس خوګیاني، حقوقي سلاکار بشیر احمد پیام او د بلخ د کرنې رئیس قاري موسی مبین له‌خوا د دوی تود هرکلی وشو.
ټاکل شوې ده چې یاد پلاوی به د اسلامي امارت له مشرانو، د کرنې، اوبو او انرژۍ او صنعت او سوداګرۍ له وزیرانو سره وویني او خبرې وکړي. د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د کرنې او د اوبولګولو سیستمونو د ترویج او پراختیا په برخو کې تخنیکي، اقتصادي او سوداګريزې همکاریو پراخول بلل شوي دي.

سفر هیئت ازبکستانی برای گسترش همکاری‌های زراعتی و آبیاری به افغانستان
۱۰ ثور  ۱۴۰۴ هـ.ش
هیئتی از کشور ازبکستان به منظور گسترش همکاری‌های دوجانبه در بخش‌های زراعت، آبیاری و تجارت وارد ولایت بلخ شد.
در ترکیب این هیئت، ابدوذوکروف جمشید معین وزارت زراعت، قرشیوف رستم معاون وزارت آب و چهار تن از رؤسای مسلکی زراعت، مالداری و آبیاری ازبکستان حضور دارند.
این هیئت در شهرک بندری حیرتان از سوی مجیب‌الرحمن عمر آخندزاده معین وزارت انرژی و آب، مولوی مصباح‌الدین مستعین رئیس غله‌جات، میرویس خوگیانی مشاور تحقیق و ترویج، بشیر احمد پیام مشاور حقوقی وزارت زراعت و قاری موسی مبین رئیس زراعت بلخ  مورد استقبال قرار گرفتند.
قرار است اعضای این هیئت با رهبری حکومت، وزیران زراعت، انرژی و آب، صنعت و تجارت افغانستان دیدار و گفت‌وگو کنند. هدف این سفر، توسعه همکاری‌های تخنیکی، اقتصادی و تجارتی میان دو کشور در عرصه‌های زراعت، ترویج و انکشاف سیستم‌های آبیاری عنوان شده است.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت