د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال په تهران کې د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ له وزیر سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۵:۴۸
د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال په تهران کې د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ له وزیر سره وکتل

۹ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان د پلاوي د رسمي سفر په دوام، د ایران اسلامي جمهوریت په پلازمېنه تهران کې د دغه هېواد د صنعت، کانونو او سوداګرۍ له وزیر، سید محمد اتابک، سره ولیدل او خبرې اترې یې وکړې.
په دې لیدنه کې، چې په ایران کې د افغانستان سفیر مولوي فضل‌محمد حقاني، د سوداګرۍ خونې سرپرست محمد یونس مومند، د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان‌محمد فروتن او د کرنې وزارت تخنیکي سلاکار نورآغا خلیل صافی هم ګډون درلود، د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا او د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.
د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر د غونډې په پیل کې د دواړو هېوادونو تر منځ له مخ پر ودې اړیکو څخه خوښي څرګنده کړه او هیله‌مندي یې وښوده، چې د افغانستان د کرنې وزارت د مرستیال سفر به د دواړو ملتونو لپاره مثبت او رغنده پایلې ولري. نوموړي وویل؛ هغه هوکړې چې د دواړو هېوادونو تر منځ کېږي، باید په عملي او مؤثر ډول تعقیب او پلي شي.
ورپسې، د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال د ایران اسلامي جمهوریت له لوري د «ایران اکسپو ۲۰۲۵» نندارتون ته د بلنې مننه وکړه او د تېرو درېیو کلونو په موده کې یې د سوداګریزو همکاریو پام وړ زیاتوالي ته اشاره وکړه او  ټینګار یې وکړ چې دا بهیر باید لا پراخ شي او دوام ومومي. نوموړي دغه راز د افغان سوداګرو د صادراتو، وارداتو او ترانزیت په برخه کې ستونزو ته هم اشاره وکړه او له ایراني لوري یې ددغو ننګونو د حل لپاره د جدي همکاریو غوښتنه وکړه.
همداراز، دواړو لورو د دې لیدنې پر مهال د کرنې، مالدارۍ، د بدیلو صنایعو او د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخو کې د پانګونې د پراخولو په اړه خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې اترې وکړې.


دیدار معین وزارت زراعت افغانستان با وزیر صنعت، معدن و تجارت ایران در تهران
۹ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
در ادامه سفر رسمی هیئت افغانستان به جمهوری اسلامی ایران، مولوی صدراعظم عثمانی معین وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، با سید محمد اتابک وزیر صنعت، معدن و تجارت جمهوری اسلامی ایران دیدار و گفتگو کرد.
در این دیدار که با حضور مولوی فضل محمد حقانی سفیر افغانستان در ایران، محمد یونس مومند سرپرست اتاق تجارت، خان محمد فروتن رئیس اتاق زراعت و مالداری و نورآغا خلیل صافی، مشاور تخنیکی وزارت زراعت برگزار شد، پیرامون گسترش همکاری‌های اقتصادی، تجاری و حل چالش‌های تاجران افغان بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
وزیر صنعت، معدن و تجارت ایران در آغاز نشست با ابراز خرسندی از روابط رو به رشد میان دو کشور، ابراز امیدواری کرد که سفر معین وزارت زراعت افغانستان منجر به نتایج مثبت و سازنده برای هر دو ملت گردد. وی تأکید کرد که تفاهماتی که میان دو کشور صورت می‌گیرد، باید به‌گونه عملی و مؤثر پیگیری و تطبیق شود.
در ادامه، معین وزارت زراعت افغانستان از دعوت جمهوری اسلامی ایران برای حضور در هفتمین نمایشگاه توانمندی‌های صادراتی ایران (ایران اکسپو ۲۰۲۵) سپاس‌گزاری کرد و با اشاره به افزایش چشمگیر همکاری‌های تجاری در سه سال اخیر، بر تداوم و توسعه این روند تأکید ورزید. او همچنین به مشکلات تاجران افغان در زمینه صادرات، واردات و ترانزیت اشاره کرد و خواهان همکاری جدی طرف ایرانی برای رسیدگی به این چالش‌ها شد.
همچنان، دو طرف در این دیدار روی گسترش سرمایه‌گذاری در بخش‌های زراعت، مالداری، صنایع تبدیلی و حمایت از سکتور خصوصی بحث نمودند و راه‌های تقویت مناسبات اقتصادی میان دو کشور را مورد بررسی قرار دادند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت