ننګرهار کې ۴۸۵ جریبه ځمکه د ازادې داوطلبۍ په ترڅ کې په اجاره ورکړل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۱:۲۰
 ننګرهار کې ۴۸۵ جریبه ځمکه د ازادې داوطلبۍ په ترڅ کې په اجاره ورکړل شوه

۸ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کامي ولسوالی په مربوطاتو کې ۴۸۵ جریبه ځمکه د ازادې او رڼې بولۍ له لارې د لسګونو شرکتونو په شتون کې په اجاره ورکړل شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې ۱۲۹ جریبه ځمکه په میرزا خېلو کې في جریب د کال په ۱۲ زره او ۱۵۰ افغانۍ سمسور سهار عثماني کرنیزو او مالدارۍ شرکت ته او ۳۵۶ جریبه ځمکه د کامې په شیلام رعایتی کې في جریب په ۱۶ زره او ۱۰۰ افغانۍ حلیم صادق شرکت ته د ازادې مزايیدې په ترڅ کې په اجاره ورکړل شوه.
وړاندې تردې هم څو ځلې د کرنې ادارې په ننګرهار کې د ازادې بولۍ له لارې ځمکی د عوایدو زیاتوالي او کاري فرصتونو برابرولو لپاره په اجاره ورکړیدي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۲۰
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خواخوږۍ پیغام

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خواخوږۍ پیغام
وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
په ډېره خواشینۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۴۳
Background image

د کندهار پنجوايي کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د قدرتي،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۴۳
Background image

د قاچاقي څارویو پر وړاندې هلې ځلې، دا ځل د ۵۱ څارویو د قاچاق مخه ونیول شوه

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د مالدارۍ آمریت د معلومات له مخي، د سپین بولدک ولسوالی پر ډیورنډ فرضي کرښه د ویښو او. . .

بازگشت