د کندهار دامان کې پر سلګونو بزګرانو د سبو اصلاح شوي تخمونه او سرې ووېشل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۹:۱۴
د کندهار دامان کې پر سلګونو بزګرانو د سبو اصلاح شوي تخمونه او سرې ووېشل شوې

۸ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» په مالي او د اکټېډمؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د دامان ولسوالی پر ۱۵۰۰ بزګرانو د سبو پنځه ډوله تخمونه او کیمیاوي او عضوي سرې ووېشل شوې.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکو وویل: «د یادې مرستې لپاره د نوم لیکني لړۍ څو ورځې وړاندې د یوې رڼې او عادلانه پروسې له لارې ترسره شوې وه، چې اوس مهال هر بزګر ته لسګونه کیلوګرامه د بینډۍ، رومیان، بانجان، پیاز او قلفي اصلاح شوي تخمونه، ۵۰ کیلو توره سره، ۵۰ کیلو سپنه سره او ترڅنګ یې ۱۶۰ کیلو عضوي سره ووېشل شوه، ترڅو په روان کال کې د سبو کرنه ترسره کړي.
د یادې مرستې څخه موخه د اړمنو بزګرانو مالي ملاتړ، په لرو پرتو سیمو کې د سبو اصلاح شوي تخمونه دودول، د کرنیزو ځمکو له لارې د سبو اصلاح شوي کرنه ترسره کول او د اړمنو بزګرانو اقتصاد ته وده او پراختیا ورکول دي.
د یادونې وړ ده، چې تېره اوونې هم د کندهار د کرنې ریاست په هڅو، د ملګروملتونو د نشه یې توکو او جرمنو پر وړاندې د مبارزې ادارې له لوري، په ک  شاولیکوټ او ارغستان ولسوالیو کې سلګونو بزګرانو ته د پنبې اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوې وې، ترڅو په یادو ولسوالیو کې د پنبې کرکېله ډېره شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت