د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د درېیم فارم د ځمکې زابرونه له رسوبي موادو پاکېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۱:۳۹
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د درېیم فارم د ځمکې زابرونه له رسوبي موادو پاکېږي

۷ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د درېیم فارم اړوند سپین خوړ یونیم کیلومتره سیمه کې د زابرونو د پاکولو چارې پیل شوي، چې موخه یې د خاورې اصلاح، د اوبو د سطحې ټيټوالی او د کرنیزو چارو پیاوړتیا ښودل شوې ده.
د درېیم فارم امر مولوي محمد ګل مطمئن وايي، یاد زابرونه چې د فارم د جوړېدو پر مهال د ځمکې لاندې اوبو د تنظیم او د خاورې د ښه والي لپاره کیندل شوي وو، د تېرو څو لسیزو په ترڅ کې د نه پاکوالي له امله له رسوبي موادو ډک شوي دي. هغه زیاتوي، «پخوا به دغه زابرونه هر کال د درنې ماشینرۍ په وسیله پاکېدل، خو د وروستیو انقلابي او ناسازګارو حالاتو له کبله دا لړۍ درېدلې وه، چې له امله یې د اوبو سطحه لوړه شوې او د مالټې باغونو پر وده او حاصل منفي اغېز کړی دی.»
ښاغلي مطمئن د معلوماتو له مخې، دا ځل دا زابرونه د ابراهیم اکبرزي په نوم یوه خصوصي کرنیز شرکت د مالي لګښت او تجهیزاتو په مرسته پاکېږي، چې د ده په وینا، کارونه به په لنډو ورځو کې بشپړ شي.
نوموړی دا اقدام د مالټې بڼونو د سالمې ودې او د کرنیز حاصلاتو د لوړوالي لپاره ارزښتناک ګڼي او زیاتوي چې دغه چارې به د ځمکې ذهکشي ته لاره هواره کړي او د خاورې ساه اخیستنې ته زمینه برابره کړي.
د درېیم فارم امریت له ټولو قراردادي خصوصي کرنیزو شرکتونو غوښتنه کړې، چې د خپلو اړوندو بڼونو زابرونه پاک کړي، ترڅو د اوبو طبیعي جریان بېرته راژوندی شي، خاورې ته تازه‌والی ورکړل شي او د کرنیزو تولیداتو کچه لوړه شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت