کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د مېوو فنالوژیکي معلوماتو راټولولو لړۍ پیل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۹:۱۶
کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د مېوو فنالوژیکي معلوماتو راټولولو لړۍ پیل شوه

۶ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې ریاست په مشرۍ، په کوهکران څېړنیز فارم کې د مېوو د فنالوژیکي معلوماتو راټولولو بهیر رسماً پیل شوی دی. یاد بهیر د شفتالو، آلو، انګورو او انارو له بېلابېلو ورایټیو څخه د غوټۍ غوړېدو، ګل نیونې، د هوا شرایطو او د ګل رژېدو اړوند معلوماتو راټولول رانغاړي، چې د یاد فارم فني ټیم له لوري ثبت او راجستر شوي دي.
د مېوو څېړنیز لابراتوار مسؤل، ښاغلی محمود آغا، وایي چې د فنالوژۍ څېړنو په لړ کې تر دې دمه د شفتالو ۹۸، آلو ۷۳، انارو ۷۹ او انګورو ۱۳۸ بېلابېلو ورایټیو فنالوژیکي معلومات ثبت شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې د معلوماتو راټولولو لړۍ د ۱۴۰۳ کال د کب میاشتې په جریان کې پیل شوې او د روان ۱۴۰۴ کال د وري میاشتې تر پایه یې دوام کړی دی. هغه زیاتوي چې د انګورو د ګل رژېدو مرحله لا نه ده پیل شوې، نو له همدې امله یې اړوند معلومات تر دې دمه ثبت شوي نه دي، خو په مناسب وخت کې به دا مرحله هم تر څېړنې لاندې ونیول شي.
په ورته وخت کې، د رومیانو پر ۲۲ بېلابېلو ورایټیو هم تېره اونۍ څېړنه پیل شوې، چې په هغې کې د بوټو فاصله، وده، حاصل او نور فېنوتیپي ځانګړتیاوې ارزول کېږي. تمه ده چې دا څېړنه د څلورو میاشتو په موده کې بشپړه شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۳:۲۷
Background image

کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د سکټور د سوداګریز کولو ورکشاپ دایر شو

۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د اصلاح شويو تخمونو د تولید او تنوع د سوداګریز کولو د لارې نقشې د جوړولو په موخه مشورتي ورکشاپ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د ملګرو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۰:۳۳
Background image

ننګرهار کې سږ کال د جلغوزیو ځنګلونو څخه څه باندې ٩٠ متریک ټنه جلغوزې ترلاسه شوي

۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو په اساس سږ کال په ننګرهار کې د جلغوزیو خنګلونو څخه ٩٠.٣ مټریک تنه خالص جلغوزې ترلاسه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۹:۴۷
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ایران د اصفهان پلاست شرکت له چارواکو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د خپل کار په دفتر کې د ایران د اصفهان پلاست شرکت له اجرایوي مدیر مسعود روضاتي او ورسره مل پلاوي سره. . .

بازگشت