د ننګرهار خوږیاڼو کې د کچالو لس بابه صفر انرژۍ زېرمتونونه جوړېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۰:۱۲
د ننګرهار خوږیاڼو کې د کچالو لس بابه صفر انرژۍ زېرمتونونه جوړېږي

۴ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د خوږیاڼو په ولسوالی کې بزګرانو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار د کچالو لس بابه صفر انرژۍ زېرمتونونه جوړېږي.
د اکشن آیډ مؤسسې مسؤل انجینر صفي الله خلیلزی وویل، چې د خوړیاڼو ولسوالۍ په لسو کلیو کې لس بابه صفري انرژۍ زېرمتونونه جوړوي، ترڅو بزګران خپل تولید کړي محصولات په یادو زېرمو کې وساتي.
همدارنګه خلیلزي زیاته کړه، چې هره زېرمتون به د ۲۵ مټریک تنه محصول د ساتلو وړتیا ولري، چې پدې سره به د سیمې لسګونو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د کچالو زېرمتونونو جوړول یو نېک اقدام وباله او پخپله برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د چارواکو په خبره د زېرمتونونو جوړول په بازار کې د کچالو د بیو د ټیټوالي مخه نیسي او ددې لامل کیږي، چې بزګران د زېرمتون خاوند شي، او خپل محصولات هغه وخت په مناسبه بیه بازارته وړاندې کړي، چې بازار ورته اړتیا ولري. دغه زېرمتونونه د صادراتو په نه شتون کې د بزګرانو د زیان مخه نیسي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت