د کرنې او مالدارۍ مرستیال د نه آنلوس مؤسسې له مسؤلینو سره وکتل

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۸:۲۱
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د نه آنلوس مؤسسې له مسؤلینو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د نه آنلوس مؤسسې له مسؤلینو سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې د یادې مؤسسې مسؤلینو د کرنې، مالدارۍ، ټولنیزو خدمتونو او ښوونې او روزنې په برخو کې د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل، ویې ویل چې دوی یادې پروژې د ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې پیل کړې دي، چې ټول ارزښت یې ۱.۲ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېږي او دا مهال یې کارونه دوام لري.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د یادې مؤسسې له هڅو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې ټولې هغه پروژې چې په هېواد کې تطبیقېږي، باید د شفافیت، اغېزمنتیا او صداقت پر بنسټ ترسره شي.
همداراز، د مؤسسې مسؤلینو وویل، چې دوی غواړي په نږدې راتلونکي کې د مالدارۍ او کورنیو باغچو په برخو کې خپلې پروژې د کاپيسا او کابل ولایتونو ته هم وغځوي.

دیدار معین زراعت و مالداری با مسئولان مؤسسه انجمن نه آنلوس

مولوی صدر اعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با مسئولان مؤسسه انجمن نه آنلوس دیدار و گفتگو کرد.
در این دیدار، مسئولان مؤسسه انجمن نه آنلوس در مورد فعالیت‌های‌شان در بخش‌های زراعت، مالداری، خدمات اجتماعی و تعلیم و تربیه در ولایت‌های ننگرهار، کنر و لغمان معلومات ارائه کردند. آنان گفتند که پروژه‌های‌شان به ارزش ۱.۲ میلیون دالر قبلاً آغاز شده و در حال پیشرفت می‌باشد.
معین زراعت و مالداری ضمن قدردانی از تلاش‌های این مؤسسه، تأکید کرد که پروژه‌هایی که در کشور عملی می‌گردد باید بر اساس شفافیت، موثریت و صداقت پیش برده شود.
همچنان مسئولان این مؤسسه از آغاز پروژه‌های دیگر در ولایت‌های کاپيسا و کابل در بخش‌های مالداری و باغچه‌های خانگی نیز خبر دادند.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت