هلمند کې د نباتي ناروغیو مخنیوي په اړه بزګرانو ته روزنه ورکول کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۱:۴۲
هلمند کې د نباتي ناروغیو مخنیوي په اړه بزګرانو ته روزنه ورکول کېږي

۳ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت  د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت تر چتر لاندې د نباتي ناروغیو مخنیوي مدیریت له لوري د مرکزي سیمې یوشمېر کروندګرو او پالیزوانانو ته د غنمو، بینډیو او بادرنګو په ګډون د غلودانو او سبو د فنګسي ناروغیو د وقایې او مخنیوي په موخه هراړخیز معلومات وړاندې شو.
په دې روزنیزه پروسه کې، بزګرانو ته روښانه شوه، چې د بینډیو او بادرنګو ګډه کرنه باید ونه شي، ځکه بادرنګ د فنګسي ناروغۍ ښکار شوی و، او ګډه کرنه د ناروغیو د پراخېدو لامل ګرځي. متخصصینو بزګرانو ته بدیل نباتات هم معرفي کړل چې ښه حاصل ورکوي او ناروغیو ته کم حساسیت لري. 
بزګرانو ته د بوټو ساتنې مسؤلینو زیاته کړه: «داچې سږکال د غنمو په کرونده کې د تېر کال په پرتله د فنګسي ناروغیو پیښې کمې وې. د دې ښه وضعیت عمده لامل د وقایوي تدابیرو لکه د تیرام او کپتان دواړو درملو سره د غنمو د تخم درملنه وه، چې د ناروغیو د مخنیوي لپاره ګټوره تمامه شوې ده.»
بزګرانو د دغو معلوماتو هرکلی وکړ، او ژمنه یې وکړه چې یادې سپارښتنې به په خپلو کروندو کې پلي کوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت