ننګرهار کې د درېیم فارم له استوګنیزې قصبې څخه ۶۹ غیر مسؤوله کورونه تخلیه او تصفیه شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۹:۵
ننګرهار کې د درېیم فارم له استوګنیزې قصبې څخه ۶۹ غیر مسؤوله کورونه تخلیه او تصفیه شول

د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت د درېيم فارم امر مولوي محمد ګل مطمئن وايي، چې د درېیم فارم له اړوند استوګنیزې قصبې څخه، په تېره نږدې یوه میاشت کې، ۶۹ هغه استوګنیز کورونه چې غیر مسؤوله کسان پکې غیرقانوني میشت وو، د فارم د مسؤلینو او د ساتنې ټولي په همکارۍ تخلیه او تصفیه شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه اقدام د موجوده فرمانونو او د مشرانو د هدایت له مخې پیل شوی، چې موخه یې د استوګنیزو سیمو منظمول او د دولتي شتمنیو خوندي ساتل دي.
د معلوماتو له مخې، یاد کورونه پخوا د ننګرهار وادي کرنيز شرکت د کارکوونکو او کارګرانو لپاره ځانګړي شوي وو، خو د تېرو درې لسیزو ناسم وضعیت او جنګي شرایطو له امله، غیر مسؤوله کسانو بې اجازې پکې مېشت شوي وو، چې دې کار د شرکت رسمي فعالیتونه له ستونزو سره مخ کړي و.
د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت مسؤلین ټینګار کوي، چې له دې وروسته به هېڅ غیر مسؤوله کس ته په دغو سیمو کې د استوګنې اجازه ورنه کړي او دا لړۍ به تر هغو دوام ومومي، څو د فارم ټولې ودانۍ او ځنګلي سیمې له غیر قانوني تصرف څخه پاکې شي.
یاد شرکت له ولس څخه غواړي، چې د قانون د تطبیق او د ملي شتمنیو د ساتنې په برخه کې له دوی سره پوره همکاري وکړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۲۰
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خواخوږۍ پیغام

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خواخوږۍ پیغام
وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
په ډېره خواشینۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۲۰
Background image

د تخنیکي همکاریو د پیاوړتیا په‌پار د روسیې فدراسیون ته د کرنې او مالدارۍ مرستیال رسمي سفر

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق 
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، د یاد وزارت د یوه تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۴۳
Background image

د کندهار پنجوايي کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د قدرتي،. . .

بازگشت