د کرنې وزیر ازبکستان کې د اغېزمن (څاڅکی او باران) اوبولګولو سیسټمونو د تولید له فابریکې څخه لیدنه وکړه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۸:۵۰
د کرنې وزیر ازبکستان کې د اغېزمن (څاڅکی او باران) اوبولګولو سیسټمونو د تولید له فابریکې څخه لیدنه وکړه


۲۵ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، چې د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی، د دې هېواد په پلازمېنه تاشکند ښار کې د اوبولګولو د وسایلو او عصري ټکنالوژیو له یوې سترې فابریکې څخه لیدنه وکړه.
یاده فابریکه د اوبولګولو معیاري پايپونه، د اوبو پمپونه او نور اړوند سیستمونه تولیدوي. دغه راز، دا صنعتي مرکز د خاورې د اصلاح لپاره هم ځانګړي پایپونه تولیدوي، چې د فابریکې د مسؤلینو په وینا، د خاورې د کیفیت په لوړولو کې مهم رول لري او بزګرانو ته په مناسب قیمت وړاندې کېږي.
د کرنې وزیر د ازبکستان د کرنې له وزارت څخه د همکاریو مننه وکړه او د فابریکې مسؤلین یې افغانستان ته د پانګونې لپاره راوبلل. هغه ډاډ ورکړ چې د کرنې وزارت به د یاد شرکت مسؤلین د افغانستان له خصوصي سکتور سره وصل کړي، څو د اوبولګولو د سیستمونو د عصري کولو په برخه کې د همکاریو زمینه برابره شي.
د فابریکې مسؤلینو د کرنې وزیر هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه چې دوی چمتو دي په افغانستان کې د اوبولګولو سیستمونو د ښه‌والي، د اوبو د سرچینو د مدیریت او د اوبو د مؤثر استعمال په برخه کې پانګونه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې مولوي عطاالله عمري او ورسره پلاوي د سفر په ترڅ کې له یو شمېر نورو فابریکو، د سبو له شنو خونو، د مېوو له بڼونو او نورو کرنیزو او اوبو پورې اړوندو تاسیساتو هم لیدنه کړې ده.


بازدید وزیر زراعت از کارخانه تولید سیستم‌های آبیاری موثر ( قطره‌ای و بارانی) در ازبکستان
۲۵ حمل ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری که در رأس یک هیئت عالی‌رتبه به کشور ازبکستان سفر کرده است، از یکی از کارخانه‌های بزرگ تولید وسایل و تکنالوژی‌های مدرن آبیاری در شهر تاشکند بازدید نمود.
در این کارخانه، وسایلی چون پیپ‌های معیاری، واترپمپ‌ها و سایر سیستم‌های آبیاری تولید می‌شود. همچنان این مرکز صنعتی به هدف اصلاح خاک نیز پیپ‌هایی ویژه تولید می‌کند که به گفته مسئولان، نقش مؤثری در بهبود کیفیت خاک دارند و با قیمت مناسب به دهاقین عرضه می‌گردد.
وزیر زراعت، آبیاری و مالداری ضمن سپاس‌گزاری از همکاری وزارت زراعت ازبکستان، از مسئولان این شرکت دعوت کرد تا در افغانستان سرمایه‌گذاری کنند. او اطمینان داد که وزارت زراعت، آنان را با سکتور خصوصی کشور در تماس قرار خواهد داد تا زمینه همکاری در راستای مدرن‌سازی سیستم‌های آبیاری فراهم شود.
مسئولان کارخانه نیز از حضور وزیر استقبال کرده و اظهار داشتند که آماده‌اند تا در داخل افغانستان روی بهبود سیستم‌های آبیاری، مدیریت منابع آبی و استفاده مؤثر از آب سرمایه‌گذاری نمایند.
قابل یادآوری است که مولوی عطاءالله عمری و هیئت همراهش  در جریان این سفر از شماری دیگر از فابریکه‌ها، سبزخانه‌های تولید سبزیجات، باغ‌های میوه و سایر تأسیسات زراعتی و آبی بازدید کرده اند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت