د کندهار تخته پل کې د پنځو حوضونو رغنیزې چارې نږدې ۴۰ سلنه پر مخ تللې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۲:۴۲
د کندهار تخته پل کې د پنځو حوضونو رغنیزې چارې نږدې ۴۰ سلنه پر مخ تللې

۲۵ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې، د طبیعي سرچینو آمریت په تخنیکي همکارۍ، د تخته پل ولسوالی په څادرګه، تنګي او یو شمېر نورو کلیو کې د اته سوه زره افغانیو په ارزښت د اوبو د پنځو حوضونو جوړولو چارې پیل شوې، چې رغنیزې چارې یې تر دې دمه ۴۰ سلنه پرمخ تللې او پاتې چارې به یې هم په نږدې ورځو کېبشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د کندهار دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت انجینر نورمحمد همکار وویل، چې د یادو حوضونو تخنیکي سروی بشپړه شوې او اوس یې رغنیزې چارې ۴۰ سلنه پرمخ تللې. نوموړی زیاته کړه، چې دغه حوضونه به ۴۰ متره اوږدوالی، ۳۰ متره سور او ۱.۵ متره ژوروالی ولري، او ټول به په مستطیل بڼه جوړ شي.
ددغو حوضونو جوړولو څخه موخه د کوچیانو څارویو لپاره د اوبو زېرمه کول دي، ترڅو د یادو سیمو کوچیان وکولای شي د دغو حوضونو له زېرمه شویو اوبو څخه د خپلو څارویو د اوبه کولو لپاره ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له راتګ سره، د کرنې او مالدارۍ سکتور ته ځانګړې پاملرنه شوې، په ځانګړې توګه په لیرې پرتو سیمو کې د بزګرانو او مالدارانو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي، چې له امله یې په کندهار کې کرنه او مالدارۍ د پام وړ وده کړې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت