خوست ولایت کې د خوسا شوو بانجانو او بنډیو د واردولو مخه ونیول شوه  

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۰:۳۸
خوست ولایت کې د خوسا شوو بانجانو او بنډیو د واردولو مخه ونیول شوه  

۲۴ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د غلام خان بندر نباتي کرنتین مدیریت کارکوونکو درې ټېلره رومي بانجان او بندۍ چې له پاکستان څخه افغانستان ته واردېدل، معاینه کړل.
د یادو توکو له ارزونې او معاینې وروسته په ډاګه شوه، چې په دغو توکو کې ډېر بانجان او بنډۍ خوسا شوي دي. له همدې امله، یاد خراب بانجان او بنډۍ له سالمو جلا او په یوه مناسب ځای کې تر خاورو لاندې شول، ترڅو د روغتیايي ستونزو مخنیوی وشي. 
پاتې روغو او باکیفیته بانجان او بنډۍ ته د واردولو اجازه ورکړل شوه. د خوست د کرنې ریاست له ټولو سوداګرو غوښتنه کوي، چې باکیفیته محصولات وارد کړي، ترڅو هېوادوال له صحي او معیاري خوراکي توکو څخه استفاده وکړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د ازبکستان له چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې ۴۷ راستنو شوو او اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ستاسو غږ مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د کوز کونړ ولسوالی ۴۷ راستنو شوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۵۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس د چرګانو سکټور د تنظیم او همغږۍ په موخه د اتحادیې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د دې ولایت د چرګانو اتحادیې له غړو او اړوندو کاروباریانو سره ناسته. . .

بازگشت