د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس بدخشان ولايت کې نوې ولسوالی تأسيس شوه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۳:۳۴
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس بدخشان ولايت کې نوې ولسوالی تأسيس شوه


۱۹ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس بدخشان ولايت کې د نوې ولسوالی د تأسيس په موخه پلاوی دغه ولایت ته سفر وکړ.
په دغه سفر کې د ملي دفاع، کورنيو چارو، کور او ښار جوړولو، سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارتونو، د احصايې ملي ادارې او د بدخشان ولايت مسؤلينو شتون درلود.
همدارنګه د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست د کارتوګرافۍ رياست څخه نثار احمد هم په دغه سفر کې د استازي په توګه ګډون کړی وو.
په پيل کې له مرکز څخه تللي مسؤلينو د دغه نوي ولسوالۍ د تأسيس په پار خپلې هراړخيزې څېړنې ترسره کړې چې وروسته له بشپړ بررسۍ څخه دغه ولسوالۍ يې د بدخشان ولايت واخان ولسوالۍ له يوې برخې څخه جلا او د پامير ولسوالۍ تر نامه لاندې تأسيس کړه.
د يادونې وړ ده چې دغه ولسوالۍ د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس چې مربوطه څانګو ته لارښوونه شوې وه ترڅو د ۱۴۰۴ ھ.ش کال په تشکيل کې ونيول شي. چې د اراضۍ ادارې او مربوطه څانګو د مسوولینو د زیار او کوښښ څخه ورسته ياده ولسوالۍ بدخشان ولايت کې په (۶۹۹۶) کیلومتر مربع مساحت ځمکه باندې په درېيمه درجه تأسيس شوه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۴:۲
Background image

تخار ولایت کې د اقلیمي بدلونونو سره د کرنې او مالدارۍ د سازښت روزنیز پروګرامونه ترسره شول

۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د تخار ولایت په مرکز او څلورو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۳:۱۳
Background image

پکتیکا کې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د اکشن اېډ موسسې په همکارۍ او ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې«اف.اې.او» په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۳:۳
Background image

کندهار کې د لمرګلي نبات د پراختیا په پار هڅې، د ټیکا له استازو سره د لمرګلي نبات د پراختیا په پار ناسته وشوه

۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان په مشرۍ، د کندهار ولایت په کرنې ریاست کې د ترکیې د. . .

بازگشت